1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو وړاندیز طالبانو ته څه پایلې لري؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

د بخښنې نړېوال سازمان او د حقوقپوهانو نړېوال کمېسیون په یوه تازه رپوټ کې غوښتنه کړې ده چې د ښځو پروړاندې د طالبانو چلند دې د بشر ضد جنایت وګڼل شي. آیا دا به طالبان د ۲۰۰۱ کال له برخلیک سره مخامخ کړي؟

https://p.dw.com/p/4RrA1
طالب مشران په مسکو کې
طالب مشران په مسکو کېانځور: Dimitar Dilkoff/AFP

د بخښنې نړېوال سازمان او د حقوقپوهانو نړېوال کمېسیون په وروستي رپوټ کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، د «ښځو پرضد د طالبانو جګړه» بلل شوې او د جرمونو له نړېوالې محکمې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د وضعیت په اړه په خپلو څېړنو کې د «بشر ضد جرمونو او د جنسي ځورونې» موارد شامل کړي.

ملګري ملتونه څه کولای شي؟

په لندن کې یوه پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د خپل منشور او د ۱۹۴۸م کال د بشري حقونو د نړېوال اعلامیې پر بنسټ د بشري حقونو د دفاع صلاحيت لري: «ملګري ملتونه په لومړي ګام کې د توصیې اجازه لري، وروسته محدودیتونه وضع کوي او په پایله کې د ملګرو ملتونو د منشور د پنځم فصل د ۴۰ تر ۴۲ مادو پر بنسټ د یوه هېواد په اړه اقدام کولای شي.»

دغه افغان ډيپلوماټ زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې له بشري حقونو د دفاع په لړ کې د سولې او امنیت ترڅنګ عدالت هم خورا مهم دی.

افغانستان/ د ښځو لاریون
افغانستان/ د ښځو لاریونانځور: AFP

د ۲۰۰۱ کال په برخلیک د اخته کېدو خطر 

عزیز معارج وايي چې طالبانو ته ښايي چې په خپلو سیاستونو کې سمون راولي، که نه لېرې نه ده چې نړېوال یو ځل بیا د ۲۰۰۱م کال په څېر غور کولو ته اړ شي: «که چېرې طالبان په دې هکله اصلاحات را نه ولي او دې ستونزې ته د حل لاره و نه سنجوي، نو کیدای شي له ستونزو سره مخامخ شي او خدای ناخواسته کیدای شي د ۲۰۰۱م کال سناریو بیا تکرار شي.»

په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو هغه مهال د طالبانو رژيم راوپرځاوه کله چې امریکا او نړېوالو په وار وار له طالبانو د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه کوله، خو طالبان په هر وار دا غوښتنه بابیزه ګڼلې وه.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

د بخښنې نړېوال سازمان مشرې اګنیس کالامارد ویلي دي چې د طالبانو د کړنو پرضد چې تردې دمه کوم اقدامات شوي بسنه نه کوي. دا وايي، «لاډېرو قوي اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.»

طالبانو په سملاسي توګه د بشري حقونو د دفاع د دغو دوو بنسټونو رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې یې د بشري حقونو په اړه ورته رپوټونه یو اړخیز بللي دي.

دوې ورځي مخکي د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ايګلند وويل چې طالب چارواکو ورته ويلي دي چې دوی د داسي دستورالعمل نهايي کولو ته نږدې شوي دي چې له مخي به يې افغان مېرمنو ته په غير دولتي موسسو کي د کار د بيا پيل کولو اجازه ورکړي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول چې واک ته له رسېدو سره سم یې په لومړي ګام کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، ورپسې یې په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او وروستی اقدام یې نادولتي موسسو او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب