1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پسه د خصیې پلور او پخول منع کړل

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مسئولينو د هرات ولايت په هوټلونو کې د پسه د خصیو (بیضې) پلور او پخول منع ګرځولي. خو ديني عالمان په دې اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4In9M
Tunesien - Der Renner in Tunesien: Bio-Opferlämmer online bestellen
انځور: DW/S. Mersch

په هرات کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د مسؤلینو په وینا، د پسه د خصیو (بيضې) خوړل مکروه دي او له دې کبله یې رستورانتونو ته لارښوونه کړې چې د دې له پخولو او پلور ډډه وکړي. 

په هرات کې یو شمېر کباب پخونکي وایي، طالبانو له هغو دوکاندارانو سره برخورد کړی، چې د پسه بيضه چې خصيه هم بلل کیږي، یې په خام او یا پاخه ډول پلورل. 

د هرات په درېیمه ناحیه کې یوه کباب پخونکي معروف رضایي دویچه ویله ته وویل: «څو ورځې وړاندې د امربالمعروف کسان هوټل ته راغلل او ما ته یې وویل، چې په هیڅ عنوان باید د پسه بيضه په خام او یا پاخه ډول ونه پلورم. هغوی ویل د پسه خصیې حرامې دي.»

هغه دغه راز زیاته کړه: «طالبانو د کندهار دروازې په سیمه کې څو کباب پخوونکي مجازات کړل. هغوی د تېرو څو کلونو راهیسې خپلو پیریدونکو ته د پسه هګۍ د کباب په ډول پخولې.»

Pakistan Islamabad Opferfest Opfertiere
انځور: DW/I. Jabeen


د پسه خصيې ټول خلک نه خوري، خو ځينې چې ورسره زیاته علاقه لري، هغوی یې رانيسي او يا یې په رستورانتو کې د کباب په شکل کې خوري.

د هرات یوه اوسیدونکي سیروس دویچه ویله ته وویل: «زه شخصآ د دې ډول خواړو مینه وال یم. په اونۍ کې یو ځل هوټل ته ځم او د دغه خواړو فرمایش ورکوم، خو تېره اونۍ د هوټل مدیر له ما بخښنه وغوښته او راته یې وویل، چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی، چې نور به د پسه خصیې نه پلوري.»

هغه دغه راز وویل: «که د پسه خصیې خوړل له شرعي اړخه جواز نه لري، نو ولې مخکې په ازاد ډول خرڅیدې او خلکو ترې ګټه پورته کوله. زه خپله مسلمان یم او کولی شم، چې ښه او بد تفکیک کړم.»

اړوند: د نړۍ تر ټولو قیمتي پسه يا ګډ په سلونو زره پاونډه خرڅ شو
د هرات د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عزیزالرحمن وایي، چې د پسه خصيې د اسلام په دین کې« تحریم مکروه» دي. 
د طالبانو دغه مسؤل دا توضیحات لري: «د پسه خصیې خوړل له شرعي اړخه مکروه دي او څه چې مکروه شي هغه د منکراتو له جملې څخه حسابیږي. زموږ همکارانو هوټلونو او کباب پخوونکی ته توصیه کړې، چې د پسه د خصیو له پلورلو او پخولو څخه دې ډډه وکړي.»

د پسه د خصیو خوړلو په اړه د دیني عالمانو نظرونه سره ویشلي دي. په کابل کې یو دیني عالم عبدالهادي هدایت وایي، چې د ډېرو علماو په نظر په اسلامي طریقې سره د پسه حلالولو سره د هغې خصيې د غوښې په شان حلالې دي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «علماء کرام په دې اړه متفاوت نظرونه لري، ځینې یې وایي چې د پسه خصیې خوړل حلال دي، ځینې مکروه او ځینې یې حرام بولي. خو د ډېرو علمانو په نظر، که پسه په اسلامي طریقه حلال شي، نو خصیې یې هم حلالې دي او هیڅ ستونزه نه لري.»

اړوند: تبعيد شوی شهراده: سعودي مشران به بالاخره د قرباني پسه پيدا کړي
په عامو خلکو کې داسې يو تصور وجود لري، چې د پسه خصیې قوي جنسي خواړه دي او په همدې وجه ډیری نارینه له دې څخه ګټه پورته کوي.


په هرات کې یو داخله ډاکټر محمد رفیق شیرزي، دویچه ویله ته وویل: «د دې دلیل چې خلک فکر کوي چې د پسه خصیې د سپرم په جوړلو کې مرسته کوي، په هغه کې د تستيستيرون هارمون زياتوالی دی.  تستستیرون هغه هارمون دی، چې په نارينه وو او تي لرونکی ژويو کې ډېر وي. دغه هارمون په سپرم جوړولو کې رول لري او جنسي محرک دی.»

Afghanistan Vorbereitungen für das Opferfest Eid al-Adha in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai


خو شیرزی ټینګار کوي، چې د پسه خصیې له پخولو وروسته تستستیرون له لاسه ورکوي او د سپرم په جوړولو کې اغېزناک نه تمامیږي.
پر دې هر څه سربیره خلک نیوکه لري، چې طالبانو د خلکو د ژوند په برخه کې محدودیتونه وضع کوي. 

د هرات مدني فعال سبحان رستګار وایي: «د طالبانو محدودیتونه اوس د خلکو خوراکونو ته هم پراخ شول. د طالبانو دا وروستی اقدام چې د پسه خصیې خوړل یې ممنوع کړل، د نن ورځ نسل ته د پرمختګ هیڅ معنی نه لري او دغه پریکړې لا ډېر خلک د دغه ډلې له حکومتولۍ زړه توري کړل.» 

ش/ ت/ ف/ ظ/ ب/ ص

په مصنوعي رحم کي د وري جنين ته وده ورکول