1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو قیمتي پسه يا ګډ په سلونو زره پاونډه خرڅ شو

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

په سکاټلند کې يو ګډ د مزايده پر مهال په ۳۶۸۰۰۰ پاونډه خرڅ شو. دغه ګډ چې «ډبل ډایمنډ» یا غبرګ الماس نوميږي، د «ټيکسل» په نوم نسل څخه دی. ډبل ډایمند، د نړۍ تر ټولو قیمتي ګډ مقام ګټلی دی.

https://p.dw.com/p/3hlLV
Großbritannien | "Double Diamond" - Das teuerste Schaf der Welt
انځور: picture-alliance/PA Media/Texel Sheep/C. Macgregor

د دغه ګډ په اړه ويل شوي چې عمر يې شپږ مياشتې دی او خاوند يې د چارلي بوډن په نوم يو کس وو چې د پسونو د نسل نيونې د يوې اتحاديې کارکونکی دی. هغه خپل دغه ګډ، د پسونو د نسل اخیستنې او کاروبار پر يوې اتحاديې باندې خرڅ کړی دی.

د سکاتلند د دغه نسل پسونو یا ګډانو په ملي بازار کې د دغه ګډ بيه له لس زره پاونډه څخه پيل شوه. د ګډ د اخیستلو له پاره ګڼ شمیر ډلې راغلې وې چې د یو بل پر بیه يې مزایده یا نرخ لوړاوه. په پایله کې د دغه ګډ بيه درې لکه او اته شپيته زره پاونډو ته ورسيده.

د ډبل ډایمند په نوم دغه ګډ د پسونو د يوې اتحاديې اړوند، درو مالدارانو د پانګونې په موخه واخیست. دوی هیله مند دي چې له دغه ګډ څخه به د نسل په ډيريدو کې کار واخلي او دې سره به يې کاروبار ښه شي.

له دغو درو مالدارانو د جيف ايکن په نوم يوه يې وويل: «کله چې د نسل اخیستو خبره رامنځ ته کيږي بیا نو ډيرو وړو وړو خبرو ته هم بايد پام وشي، لکه ويښتان، رنګ، د سر جوړښت او نور هر څه.» ايکن زیاته کړه: «موږ د دې له پاره چې ځانګړي جينونه مو ترلاسه کړي وي، بیه مو دومره لوړه کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې په حاضر وخت کې د پسونو په کاروبار کې دخيل خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او په داسې يو وضعيت کې ډير لږ مالداران پيدا کيږي چې د يو ګډ د اخیستلو له پاره د دومره ډيرو پيسو توان ولري.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې يو ګډ په ۲۳۰۰۰۰ پاونډه خرڅ شوی وو، خو دا ځل په ۳۶۸ زره پاونډه د دغه ګډ خرڅيدل نړيوال ريکارډ هم مات کړ. د «ټيکسل» په نوم د ګډانو دغه نسل د هالند هیواد د ټکسل جزيرې څخه دی. د دغو پسونو اړوند اتحادیه وايي، په عام ډول د دغه نسل یو ګډ، د نسل اخیستنې په موخه تر سلونو زره يورو پورې خرڅيږي.

د ټيکسل پسونو پخوانی تاريخ څرګند نه دی، خو غوښه يې د خوند له اړخه تر ټولو ښه او خوندوره توصيف کيږي.

دویچه وله اردو/م.ک.ص./م.ن.ص.

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!