1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: د اوکراين جګړې د وسلو نړيوال تجارت تغير کړی

۱۴۰۲ اسفند ۲۱, دوشنبه

په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څېړنیز انستيتویت څېړنو موندلې ده چې فرانسه د وسلو د سترو صادرونکو هېوادونو په نوملړ کې له روسیې څخه مخکې شوې ده. امريکا بيا د وسلو د خرڅلاو په برخه کې خپل سلطه نوره هم قوي کړې ده.

https://p.dw.com/p/4dNRO
آرشيف انځور: په آلمان کې د وسلو د توليد ځای
آرشيف انځور: په آلمان کې د وسلو د توليد ځایانځور: Fabian Bimmer/REUTERS

پر اوکراين په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې يرغل او روانه جګړه د دې باعث شوې ده چې په اروپا کې د وسلو خريداري په چټکه توګه وده وکړي چې له دې څخه تر ټولو ډېره ګټه امريکايي توليد کوونکو پورته کړې ده. دا خبره په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څيړنیز انستيتويت يا «سيپري» په خپل تازه رپوت کې کړې ده.

له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې په ټوله نړۍ کې د وسلو تجارت د ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې شمیرو په پرتله ۳،۳ سلنه راټيټ شوی دی، خو د هغو وسلو کچه چې اروپايي هېوادونو له خوا په دې موده کې واردې شوي دي د تېرو پنځوو کلونو په پرتله دوه چنده ډېره شوې وه.

د اروپايي هېوادونو له خوا د رانيول شويو وسلو ۵۵ سلنه یې د امريکايي توليد کوونکو ده چې دا د تېرې مودې د شميرو په پرتله شل سلنه زياتوالی دی.

د امريکا نړيوال نفوذ

په تېره بيا د اروپايي هېوادونو د خريدارۍ له برکته، په ټوله کې د امريکا متحده ايالاتو د وسلو صادرات ۱۷ سلنه لوړ شوي دي. د بېلا بېلو ايالاتو توليد کوونکو ۱۰۷ هېوادونو ته وسلې صادرې کړي دي چې د سيپري د معلوماتو په حواله دا کار په يوه وخت کې د بل هيڅ هېواد له خوا نه دی شوی.

د سيپري د وسلو د انتقال د پروګرام مشر ماتيو جورج، په دې اړه وويل: «امريکا د وسلو د صادرونکي په توګه خپل نړيوال نقش نور هم پراخ کړی دی چې دا د بهرني تګلارې يو مهم اړخ دی او د ماضي په پرتله يې ډېرو هېوادونو ته ډېرې وسلو صادرې کړي دي.»

نوموړي وويل: «دا په داسې حال کې ده چې د امريکا اقتصادي او جيو سياسي نفوذ د غوړېدونکو هېوادونو له خوا ننګول کيږي.»

له توقع سره سم اوکراين هغه اروپايي هېواد ته چې د وسلو واردات یې په دراماتيکه توګه زيات شوي دي. له ۲۰۱۹م څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې اوکراين د وسلو د يوه کوچني واردونکي هېواد او داخلي توليدونکي څخه د هند، سعودي عربستان او قطر وروسته په نړۍ کې د وسلو څلورم ستر رانيوونکی هېواد شو. 

په ۲۰۲۳م کال کې اوکراين په ټوله نړۍ کې هغه هېواد وو چې تر ټولو ډېره وسله یې وارده کړې وه. خو له متحدينو څخه د روسیې پر ضد جګړې له پاره د وسلو رانيولې نه وه بلکې هغوی ورته د مرستې په توګه ورکړې وه. امريکا متحده ایالات، آلمان او پولند اوکراين ته د وسلو درې ستر عرضه کوونکي هېوادونه دي.

د روسیې د وسلو صادرات کم شوي

د نړۍ پنځه ستر صادرونکي هېوادونه امريکا متحده ایالات، فرانسه، روسیه، چين او آلمان دي. فرانسې په دې نوملړ کې د دويم مقام د خپلولو ادعا کړې ده.

د روسیې د وسلو صادرات ۵۳ سلنه راټيټ شوي دي. په همدې ترڅ کې د فرانسې د وسلو پلور ۴۷ سلنه ډېر شوی دی. په ۲۰۱۹م کال کې ۳۱ هېوادونو د روسیې څخه وسلې ترلاسه کولې. په ۲۰۲۳م کال کې دا شمیر ۱۲ ته راټيت شو خو چين او هند چې روسیې سره یې د تيلو او ګازو تجارت ته هم ادامه ورکړې وه، د روسیې د وسلو د پام وړ خريداران دي.

د سيپري د رپوټ له ليکوالانو څخه یې يوه پيتر ويزه من، دويچه ويله ته وويل: «په ځينو مواردو کې امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هېوادونو تر يوه حده، پر هغه هېوادونو چې له روسیې څخه یې مخکې وسلې رانیولې او يا یې د دې کار په اړه فکر کاوه، فشار واردوه.» نوموړی زياتوي چې دا «هغه څه دي چې موږ د مصر په قضيه کې ډېر په واضح توګه وليدل چې غوښتل یې له روسيې جنګي الوتکې راونيسي چې بيا پرې د امريکا له خوا فشار وارد شو چې داسې ونه کړي او اوس یې د عصري جنګي الوتکو د خريدارۍ له پاره فرانسې ته مخه کړې ده.»

د آلمان د اوبتلونو صادارت

له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې په نړۍ کې د وسلو د پنځم ستر صادرونکي په توګه د آلمان مقام تغير نه دی کړی او منځنی ختیځ یې د وسلو اصلي رانيوونکی دی.

د آلمان د وسلو صادارتو کچه هم ۱۴ سلنه راټيټه شوې ده خو د ویزه من، په خبره دا کمښت نسبي دی. د تیرو پنځوو کلونو موده په استثنايي توګه د سترو فرمایشونو، په ځانګړي توګه د اوبتلونو له وجې ډېره مثبته وه.

۲۰۲۳م کال په ځانګړي توګه د آلمان د تسليحاتو د صنعت له پاره ډېر ښه وو. د ویزه من په خبره «قسماً یې واضح ده چې له اوکراين سره د وسلو د مرستې سره تړاو درلود خو د مثال په توګه سنګاپور ته د اوبتلونو او بيړيو او اسرائيل او مصر ته د سپکو کښتيو د ورکړې له کبله هم وو.»

د خپلو اروپايي سيالانو برخلاف افريقايي هېوادونو له ۲۰۱۹م څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د تېرې نيمې لسیزې په پرتله څه نا څه نيمايي بهرنۍ وسلې رانيولي دي دا چې په تېره بيا د دوو سترو واردونکو له خوا د وسلو په خريدارۍ کې د شاتګ نتيجه ده: الجزاير ۷۷ سلنه لږې وسلې واردې کړي دي او د مراکش خريداري هم ۴۶ سلنه راکمه شوې ده.

روسیه چې حضور یې د افريقا په لویه وچه کې په تېرو کلونو کې پراخ شوی دی، افريقايي هېوادونو ته د وسلو ستر صاردونکی هېواد دی. امريکا او چين په ترتيب سره دويم او دريم ځای لري.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب