1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو خرڅلا: ډېره غوښتنه، خو لږ گټه

۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبه

کړکیچونه او جگړې په نړۍ کې دوام لري، خو بیا هم په ۲۰۲۲م کال کي د وسلو جوړولو د سترو شرکتونو له خوا د وسلو پلورل راکم سوي دي. سیپرې په خپله نوې پلټنه کي د هغه علتونه په گوته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4ZkwX
Deutschland | Kampfpanzer Leopard 2
انځور: Peter Steffen/dpa/picture alliance

په نړۍ کي د سختو سیاسي کړکیچڼو له امله له کلونو راهیسي د وسلو تجارت مخ پر ودې وو. خو دغه لړۍ په ۲۰۲۲م کال کي متوقف شوې او ښايي هم د موقت وخت له پاره. دغه معلومات په ستاکهولم کي د سولې د څېړني نړیوال انستیتوت (سیپري) په هغه تازه رپوټ کي خپاره سوي، چي تیرکال یې د وسلو جوړولو له ۱۰۰ سترو کمپنیو څخه راټول کړي دي.

د دغو معلوماتو له مخي نوموړو کمپنیو د وسلو د خرڅولو او نورو پوځي خدماتو د وړاندي کولو له لاري په مجموعي ډول څه ناڅه ۶۰۰ میلیارده امریکايي ډالر تر لاسه کړي دي، چي دا ډېر لوړ رقم دی. خو بیا یې هم د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ښکاره ډول ۳ اشاریه ۵ سلنه کمښت لیدل کیږي. دا له ۲۰۱۵م کال راهیسي لومړنی پرشاتگ دی.

د دغه رپوټ يوه ليکونکي، خیاوو لیانگ، له دویچه ویلي سره په خبرو کي وویل: «پر نوو فرمایشونو سربیره چي د شرکتونو له پاره یې یو ریکارډ ټینگ کړی دي، په تیره بیا په امریکا متحده ایالاتو کي د وسلو له امله تر لاسه سوی عاید راکم سوی دی.»

د تولید په برخه کې ستونزي؛ په امریکا کي عاید لږ سوی

د وسلو جوړولو ډېرو امریکايي او اروپايي شرکتونو ونه سوای کولای خپل د پلورلو ظرفیت په ښکاره ډول لوړ کړي. د دې کار علتونه د کاري قوې کمښت، لوړ قیمتونه، د کرونا عواقب، ترانسپورتي ستونزې چي پر اوکراین باندي د روسیې د یرغلیزې جگړې په نتیجه کي لا پسې زیاتي سوي، په گوته سوي دي.

اوکراین ته ډېري پوځي مرستې چي امریکا متحده ایالاتو او اروپا استولي، صنعت ته یې ډیره گټه نه ده کړې. د سیپري کارپوه لیانگ څرگندوي: »یو بل ستر علت د تجهیزاتو د جوړولو د شرکتونه تمرکز پر لوړبیو سیستمونو، لکه الوتکو، بیړیو او راکټونو باندي دی. خو په ۲۰۲۲م کال کي چي د اوکراین د جگړې له امله تقاضا ډېره سوه، د وسلو بیه دومره گرانه نه وه او زیاتره یې زغره وال، مهمات او توپخانې وې. 

په اروپا کي د خرڅلاو متوسطه وده

په نړۍ کي د وسلو جوړولو د ۱۰۰ سترو شرکتونو په کتار کي د اروپا ۲۶ شرکتونو عاید بیا په ۲۰۲۲م کال کي صفر اشاریه ۹ سلنه یعني ۱۲۱ میلیارده ډالرو ته لوړ سوی. د سیپري په رپوټ کي راغلي دي چي په اوکراین کي جگړې د داسي تجهیزاتو تقاضا رامنځته کړه چي په اصطلاح د جگړې د ختمولو له پاره مناسب وه، لکه مهمات او زغره وال وسایل. ډیریو اروپايي تولید کوونکو وکولای سول له دې لاري خپل عاید لوړ کړي. د مثال په ډول سیپري د PGZ په نوم د پولنډي شرکت نوم اخلي چي عاید یې ۱۴ سلنه لوړ سوی او په دې ډول یې د خپل هیواد له هغه پروگرام څخه گټه واخیستله چي د پوځ د عصري کولو له پاره یې تعقیبوي.

Deutschland Medientag bei Rheinmetall in Unterlüß
په جرمنی کی د راین میټال په نامه د وسلو جوړولو شرکتانځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

د وسلو جوړولو د ۱۰۰ شرکتونو په ډله کي د څلورو آلماني شرکتونو عاید بیا په ۲۰۲۲م کال کي ۹ اشاریه ۱ میلیارد ډالرو ته لوړ سوی دی، چي دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله یو اشاریه یو سلنه زیاتوالی ښيي.

تیسنکروپ یوازینۍ آلماني کمپنۍ ده چي شاته تگ یې کړی دی. د هغه خرڅلاو ۱۶ سلنه راکم سوی یعنی یو اشاریه ۹ میلیارده یورو ته، دا ځکه چي د سیپري د رپوټ په حواله نومړي شرکت د تیر کال په پرتله لږې بیړۍ استولي دي. د وسلو د مهمو شرکتونو په فهرست کي د آلماني شرکتونو ځای: ۲۸ ځای راین میټال، ۶۲ ځای  تیسنکروپ، ۶۹ ځای هینزولت او ۹۳ ځای ډیهل لري.

د روسي وسلو د تولید په اړه معماوي

د نیمګړو ارقامو د ورکولو له امله سیپري ونه سوای کولای دروسي شرکتونو د عایداتو په هکله کوم اټکل وکړي. او له همدې کبله هم دوه روسي شرکتونه په دغه ليست کي شامل سوي دي: روستیک ۱۰ ځای او یونایتد شیپ بیلدینگ کوپوریشن ۳۶ ځای لري. د هغوی گډ عاید ۱۲ سلنه یعني ۲۰ اشاریه ۸ میلیارډه ډالرو ته راکم سوی دی. د سیپرې رپوټ پر دې ټینگار کوي چي د روسیې له خوا د شفافیت نیمگړتیا کومه نوې خبره نه ده.

لیانګ په دې باور دی چي: «روسي شرکتونه د خپلو حکومتونو له خوا د هر ډول معلوماتو له افشا کولو څخه منع سوي دي، دا ځکه چي هغوی کیدای سي په اوکراین کي د خپلو جنگي هلو ځلو د رسمي څرگندونو په برخه کي له ننگونو سره مخامخ سي.»  

خو په آسیا، لویو وچو او همدارنګه منځني ختیځ کی بیا شرکتونو ډیره گټه کړې ده. د سیپري د کارپوه په خبره: »په دغو سيمو کي شرکتونو ډېر وخت له سختو امنیتي شرایطو سره مبارزه کړې ده او له سخت جنگي حالت سره لاس او گریوان دي، لکه اسرائیل او جنوبي کوریا. له همدې کبله دغه شرکتونه د«دایمي تولید ظرفیت» په واک کي لري. دا په دې معنی چي هغوی کولای سي خپل تولید د عاجلې تقاضا پر وخت په چټکۍ سره لوړ کړي.

سربیره پر دې په چین، هند او ترکیې کي بیا ځیني شرکتونه له خپلو حکومتونو څخه د عصري کولو د اوږدمهاله پروگرامونو له لاري حمایه کیږي. لیانگ یوه بله گټه هم بیانوي: «هلته ډېر تأمین کوونکي په هیواد کې دننه دي. د تقاضا لویه برخه هم د هیواد په دننه کي وي، تر څو خپل پوځ ته یې انتقال کړي. دا کار له نوموړو هیوادو سره مرسته کوي چي د نړیوالو اکمالاتو د لړۍ د اختلالاتو اغېزې راکمي کړي.»

GP/NZ/DW.Online