1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوريا: شمالي کوريا بيا توغندي توغولي

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

جنوبي کوريا ويلي دي چي دوه بالستيک توغندي توغول سوي دي. ويل کيږي چي دواړه د کوريا نيمه ټاپو ختيځ ساحل ته نيژدې په سمندر کي لگيدلي دي. تر دې لږ مخکي د امريکا متحده ايالاتو يو اټومي اوبتل جنوبي کوريا ته رسېدلی وو.

https://p.dw.com/p/4U6f9
Südkorea Fernsehbilder vom nordkoreanischen Raketentest
انځور: Jung Yeon-je/AFP

دجنوبي کوريا لوي درستيز خبر ورکړ دی چي د نيژدې واټن ويشتونکي دغه دوه بالستيک توغندي د شمالي کوريا پايتخت پيونګ يانګ ته څېرمه فير سوي دي. هغوی مخکي له دې چي د کوريا نيمه ټاپو په ختيځ کي سمندر ته ولويږي، شاوخوا ۵۵۰ کيلومتره واټن يې وهلی.

شمالي کوریا بیا توغندی توغولی

دغه معلومات د جاپان د پوځ له خوا له هغو معلوماتو سره سمون خوري چي له مخي يې دغه توغندي د جاپان له ځانگړي اقتصادي زون څخه دباندي په سمندر کي لويدلي دي.

۴۰ کاله وروسته د امريکا يو اټومي اوبتل جنوبي کوريا ته رسېدلی

د دغو توغنديو تر توغېدو لږ مخکي د USS Kentucky په نوم د امريکا متحده ايالاتو يو اټومي اوبتل د جنوبي کوريا بندر بوسان ته رسيدلي وو.

له شمالي کوريا سره مخ پر زياتديونکي کړکېچ ته په کتو سره امريکا او د هغه متحد جنوبي کوريا، په اپريل مياشت کي موافقه وکړه چي خپل پوځي گډ کار لا پسي پياوړی کړی چي پکښې جنوبي کوريا ته د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو د يوه اټومي اوبتل ورکول هم شامل دي. د امريکا متحده ايالاتو له خوا وروستي اټومي اوبتل په ۱۹۸۱م کال کي د جنوبي کوريا بندر ته رسېدلی وو.

Atomgetriebenes U-Boot USS Kentucky trifft in Südkorea ein
جنوبي کوریا ته د امریکا متحده ایالاتو د اټومی اوبتل رسیدلانځور: YONHAPNEWS AGENCY/picture alliance

داسي تمه کيده چي دغه ډول اقدام به د شمالي کوريا غبرګون راوپاروي. شمالي کوريا د دغه نيمه ټاپو په شاوخوا کي د امريکا د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو پرضد په قاطعيت سره احتجاج کړی دی.

شمالي کوريا ته نړيوال بنديزونه کوم خنډ نه دي

د جنوبي کوريا لوي درستيز د توغنديو دغه نوې آزموينه »يوه سخته پارونه« او دا کار يې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له لوړ خطر څخه خبرداری ورکړی

منزوې سوې شمالي کوريا له کلونو راهيسي خپل د وسلو پروگرام لا پسې پراخوي او له همدې کبله د نړيوالو له خوا بنديزونو سره مخامخ کيږي. همدارنگه د بالستيک توغنيدو آزمويل هم منع دي، دغه توغندي د جوړښت له امله په اټومي سرگلولو هم سمباليدای سي.

په ۲۰۲۲م کال کي د توغنديو تر پرله پسې آزموينو وروسته، شمالي کوريا سږکال هم څو ځله د اټومي وړتيا وړ توغندي آزمويلي دي. همدا تيره اونۍ د شمالي کوريا د مشرتابه په حواله د ليري واټن توغندی، يو نوي ډول وآزمايه.

GP/NZ/DW.Online