1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځمکو د غصب مخنیوي په اړه د طالبانو د مشر تازه فرمان

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد مقررې او دې ته د ګومارل شوي کمېسیون لایحې د توشیح فرمان صادر کړ. خو آیا طالبان به په افغانستان کې د ځمکو د غصب پرمخنیوي وتوانیږي.

https://p.dw.com/p/4ITcR
Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په نوي فرمان کې د ځمکو د غصب مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو مقرره په ۴ څپرکیو او ۲۱ مادو کې توشیح شوې ده. دغه راز، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو راګرځولو له پاره د ګومارل شوي کمېسیون لایحه یې هم په ۹ مادو کې منظوره کړې.

یاد کمېسیون چې مشري یې د طالبانو حکومت د عدليي وزیر کوي، د کرنې، ښار جوړولو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو سرپرستان او لوی څارنوال یې غړي دي.

د طالبانو د مشر په تازه فرمان کې راغلي: «یاد کمېسیون مکلف دی، چې د امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړندو مقررې او لایحې سره سم اجرات وکړي.»«په افغانستان کې څلور نیم میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده»

د طالبانو د مشر د تازه فرمان په اړه د طالبانو د ویاند اعلامیه وايي، چې تېرو وختونو کې اشخاصو او زورواکانو امارتي (سلطاني) او عامه ځمکې غصب کړي دي.

د ځمکو د غصب قضیو ته د ځانګړې محکمې جوړېدل

دغه راز، په افغانستان کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د راګرځولو قضیو د څېړلو له پاره یوه ځانګړې محکمه هم رامنځته شوې ده. خو ځینې کتونکي باوري نه دي چې د طالبانو د مشر تازه فرمان دې د ځمکو د غصب په مخنیوي کې اغیزمن تمام شي.

په پارلماني چارو کې د پخواني دولت وزیر ګل بادشاه مجیدي دویچه ویله ته وویل: «یو څه چې مونږ ګورو د طالبانو د فرمانونو هغه پخوانی زور اوس نشته  دی.»

د دغه پخواني جګپوړي چارواکي په وینا، ښايي په ولسي کچه له دغه فرمان څخه هرکلی وشي، خو طالبان به ونه توانیږي چې لږ تر لږه پر خپلو قوماندانانو فرمان تطبیق کړي.

پر اړونده موضوع: د «خیالي هدیرو» موجودیت هراتیان اندېښمن کړي دي

د طالبانو مشر داسې مهال د ځمکو د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو فرمان صادروي، چې د نورو سربیره په جګپوړو طالب مشرانو او قوماندانانو هم په افغانستان د ځمکو د غصب تورونه شته دي.

Pakistan Afghanistan Waffenstillstandsverhandlungen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

داسې کره شمېرې نشته چې وښيي په افغانستان کې به څومره دولتي او یا د عامو خلکې ځمکې غصب شوي وي، خو دوه کاله وړاندې د پخواني حکومت د ښار جوړولو وزارت د شاوخوا یو نیم میلیون جریبه ځمکو د غصب شمېرې خپرې کړې وې. په افغانستان کې پخواني جمهوري حکومت هم د حکومتي ځمکو د ثبت او له غصب څخه د خلاصون په برخه کې اقدامات کړي وو.

په تېر جمهوري نظام کې هم د ځمکو غصب داسې موضوع وه چې ترډېره دولتي چارواکي، د پارلمان وکېلان، ټوپکوال او پخواني جهادي قوماندانان پکې ښکېل بلل کېدل. سربیره پر دې، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته هم په ګڼ شمیر ولایتونو کې د شخصي او دولتي ودانیو او ځمکو د غصب راپورونه ورکړل شوي دي. څو واره د وخت حکومتونو د ځمکو د غاصبینو د نوملړ خپرولو ګوت-څنډنه کړې وه، خو ترپایه دغسې یو لیست اعلان نه شو.