1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «خیالي هدیرو» موجودیت هراتیان اندېښمن کړي دي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

له هرات څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله زور او نفوذ لرونکو کسانو په زرګونو جریبه دولتي او شخصي ځمکې غصب کړي دي. سرچینې وایي چې په دغو ځمکو کې «خیالي هدیرې» جوړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FRSW
Flucht aus Afghanistan
انځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/ZUMA/picture alliance

د افغانستان په لویدیځ کې هرات د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې د کلونو راهیسې د ځمکو د غصب موضوع یې له نوم سره تړلې ده. په هرات ولایت کې اوسمهال په غصب شوو ځمکو د زور واکو له خوا د «خیالي قبرستانونو» یا هدیرو جوړیدل د دغه ولایت د خلکو انديښنې راپارولي دي.

فرهاد چې د هرات ولایت له اوسیدونکو څخه دی، وایي: «مونږ د هرات د انجیل ولسوالۍ په امام شش نور سیمه کې ځمکه لرو، له بده مرغه تیر کال وسله والو زور واکو زموږ د شخصي ځمکې د غصب کولو نیت درلود، خو موږ یي مخه ونیوله. خو غاصبان وتوانیدل زموږ د قومونو څو جریبه ځمکه غصب کړي او هلته یي د درواغو هدیره جوړه کړه او اوس په همهغه هدیره کې یي ساختماني کارونه پیل کړي دي.» 

همدارنګه د هرات ولایت یو تن بل اوسیدونکی سرشار د طالبانو له ادارې غواړي چې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب د «مودرنه میتود» مخه دې ونیسي. سرشار دویچه ویله ته وویل: «هو، زه شاهد یم چې ډیرې دولتي ځمکې د زورواکو له خوا نیول شوي او په خیالي هدیرو بدلې شوي. وروسته غاصبان له دې لارې د تجارتي ځایونو په جوړولو لاس پورې کوي. زه له طالبانو غواړم چې د دا ډول غاصبانو او د دوی د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیسي.»

په هرات کې مدني فعالان وایي چې د ځمکو غصب له پخوا څخه همداسې دوام لري او د تیر حکومت مسئولین له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ناکامه پاتې شوي و.«په هرات کي د انسان تښتوني پيښي زیاتي سوې»

سید اشرف سادات چې په هرات ولایت کې یو مدني فعال دی وایي چې په «اوس وخت کې هم د طالبانو پورې یو شمیر تړلي وسله وال کسان د شخصي او دولتي ځمکو په غصبولو کې لاس لري. د هغه په باور د ځمکو د غصب ننګونه د ټول افغانستان په کچه یوه شومه پدیده ده چې اوس نو په دغه هیواد کې دود شوی دی. له بده مرغه زور لرونکو کسانو او سیمه ایزو چارواکو په دې پدیده کې ونډه درلوده او دا بهیر د لوړپوړو طالب چاواکو او د دغې ډلې د سیمه ایزو قوماندانانو له خوا هم دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي چې په هرات ولایت کې د خیالي قبرستان په نامه د ځمکو غصب د پخواني حکومت په وخت کې شوي دي. په هرات ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي ټینګار کوي چې په اوس وخت کې د ځمکو له غاصبانو سره مبارزه او له دوی څخه د غصب شوو ځمکو بیرته اخیستل یې په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري.

په هرات ولایت کې د طالبانو د ادارې ویاند نعیم الحق حقاني، دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه په تیرو ۲۰ کلونو کې ډیر دولتي او خصوصي ځمکې د زورواکو له خوا په افغانستان کې غصب شوي دي، خو د اسلامي امارت په راتلو سره د دې پدیدې پر وړاندې اساسي او جدي مبارزه پیل شوې ده او د دولتي او مظلومو اشخاصو د ملکیتونو د بیرته اخیستلو هڅې جریان لري.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «خیالي هدیرې، خیالي ښوونځي او خیالي تفریحي او ټولنیز ځایونه به د عدلیې او کرنې دوو بنسټونو له خوا تثبیت او غاصبان به مجازات شي.»

په افغانستان کې د حکومتي چارواکو او زورواکو له خوا په دوامداره توګه د ځمکو د غصب شکایتونه موجود ول. د کارپوهانو په باور په هغه صورت کې چې طالبان ونه توانیږي د ځمکو د غاصبانو پر وړاندې اساسي اقدامات ترسره کړي، دغه موضوع به په راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري.