1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بې روزګارۍ په اوج کې پر ځان بسیا مېرمنې»

امید دیدار
۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکوریدو او د طالبانو په راتلو سره د لویو پروژو د درېدو سربېره ډېری کارخونې یا تړل شوي او یا د تړلو له ګواښ سره مخ دي. خو بیا هم یو شمیر میرمنو خپلو اقتصادي فعالیتونو ته ادامه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/469ug
Afghanistan Imker Imkerei Honig Bienen
انځور: Getty Images/W. Kohsar

د رپوټونو له مخې، هېواد کې د بې روزګارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده او ګڼ کاري فرصتونه له منځه تللي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان بهر ملکونو ته په قانوني یا غیرقانوني لارو تللي یا د وتلو په تکل دي. ملګرو ملتونو هم په وار وار په افغانستان کې د اقتصادي سقوط په پایله کې د ستر بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

د ډېرو فعالو کارځایونو څښتنان وايي چې د شته ستونزو سربیره یې بیا هم خپل کارونه نه دي درولي؛ خو د نظام تغیر یې ستونزې لا ډېرې کړي او وايي چې که طالبان یا نړیواله ټولنه د خصوصي سکتور ودې له پاره جدي کار ونه کړي، نو دا برخه هم فلجېدای شي. واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ خصوصي سکتور هم سخت زیان لیدلی دی چې له کبله یې په زرهاوو کسان اوس بیکاره شوي او د هیواد په مختلفو ولایتونو کې سلګونه سترو او کوچنیو شرکتونو او فابریکو خپل فعالیت یا محدود کړی او یا یې هم خپلې دروازې تړلي دي.

د شاتو مچیو روزنې فارمونه، د چرګانو فارمونه، په مختلفو ولایتونو کې د کورنیو څارویو د روزنې لوی او واړه فارمونه، د شیدو د پروسس کارخونې، د کبانو فارمونه، د سبزيجاتو تولید او داسې نور ډېر لوی او واړه کارځایونه له هغو بېلګو کېدای شي، چې لا هم هېواد کې فعال دي؛ خو د نظام بدلېدلو یې کارونه اغېزمن کړي.

Afghanistan Imker Imkerei Honig Bienen
انځور: Getty Images/W. Kohsar

له دغو فعالو کارځایونو او کاروبارونو یو یې ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنه او د شاتو تولید دی. په دې سکتور کې د نارینه ‌و سربېره مېرمنې هم فعالې دي، چې یوه یې د کونړ اوسېدونکې بي بي شیرینه ده، چې اوس په ننګرهار کې د شاتو مچیو یو فعال فارم لري. هغه له تېرو پنځلسو کالو راهیسې د شاتو مچیو په کاروبار لګیا ده او له دې لارې خپله کورنۍ ساتي.

دا کونډه او د کور یواځینۍ سرپرسته مېرمن وايي، هغه مهال یې د ننګرهار کرنې ریاست په همکارۍ له یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې د شاتو مچیو روزنه او پنځه صندوقه مچۍ تر لاسه کړې وې، چې تر اوسه په همدې کاروبار بوخته ده او اوس یې د مچیو فارم له شپېتو بکسونو اوړي. بي بي شیرینه وايي: « د شاتو مچیو کاروبار سره مې مینه وه. پیل مې کړ. ژوند مې په همدې روان دی. بله اسره نه لرم.»

بي بي شیرینه وايي، د شاتو د هر کال تولید یو تر بله توپیر لري؛ خو تېر فصل کې یې شاوخوا پنځه سوه کیلوګرامه شات تولید کړي او پلورلي وو.

دې مېرمنې خپل فارم کې نورو کسانو ته هم کاري فرصت برابر کړی دی. نوموړې وايي، خپل تولید کړي شات د شاتو مچیو پر ټولنې پلوري او هغوی یې له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کوي او وايي چې که چېرې ورسره مرسته وشي نو له تولید تر پروسس ټولې چارې مخته وړلی شي.

د شاتو مچیو روزونکې بي بي شیرینه زیاتوي چې د پخواني حکومت تر ړنګېدو او د طالبانو راتلو یې پر کار «یو څه» منفي اغېز کړی؛ خو هیله لري که چېرې یې لاسنیوی یې وشي، کارونه یې لا ښه کېدای شي.

Afghanistan Honigproduktion in Herat
انځور: DW/S. Tanha

یوه بله ننګرهارۍ مېرمن صالحه بیا له تېرو دولسو کلونو راهیسې د شاتو مچیو کاروبار کوي، چې له همدې لارې خپلې او د نورو کورنیو ته د عاید پیداکولو وسیله شوې، ځکه دې سره نور کسان هم کار کوي.

کونډه بي بي صالحې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کال تر کاله یې د شاتو د تولید کچه توپیر کوي؛ خو خوشاله په دې ده چې نورو ته له تمې خلاصه او پر خپل مټ ځان ساتي.

هغه وايي، شاوخوا دولس کاله مخکې ورته یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې د شاتو مچیو روزنه ورکړه، وروسته یې پنځه بکسه مچۍ ورکړې او هماغه پنځه صندوقه اوس لسګونو ته رسېدلي دي. مېرمن صالحې سره څلور نورې ښځینه شریکباڼې هم شته، چې ټول په ګډه یو فارم کې مچۍ روزي او شات ترې تر لاسه کوي.

وايي، پسرلي کې یې تولید ډېر وي؛ خو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د خوراکي توکیو بیو لوړوالي یې پر کار اغېز کړی؛ ځکه د ژمي په راتلو سره ګلان کم وي او دوی اړ دي مچیو ته بوره ورکړي.

کونډه صالحه د خپلې کورنۍ یواځینۍ سرپرسته ده او اوس له خپل روزګاره خوشاله ده. هغه او څلور نورې شریکباڼې ملګرې یې د شاتو مچیو روزنې زده کړې له پاره له هېواده بهر هم تللي او اوس پر خپل کار کې «ښې بلدې» دي.

Afghanistan Honigproduktion in Herat
انځور: DW/S. Tanha

دا مهال ننګرهار کې د مېرمن صالحې په څېر ډېرې نورې مېرمنې او نارینه د شاتو مچیو فارمونو کې په کار بوخت دي، چې د رسمي ارقامو له مخې یې شمېر ۲زرو ته رسېږي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني دویچه وله ته وویل، سږ کال دې ولایت کې ۵۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي او په دې کې زیاتره شات یا عسل د بېرې، ستروس کورنۍ، بلیټس، شړشمو، لمرګلي، ولې او نورو بوټو له ګلانو تولیدېږي، چې د بېرې هغه یې ښه بازار لري او بیه یې هم تر نورو څه نا څه لوړه ده.

د کرنې ریاست ویاند له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنې نیږدې شپږ سوه فارمونه موجود دي، چې په غیرمستقیم ډول یې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده. د ننګرهار د شاتو مچیو روزونکي ډېر کله د دوی مچیو له پاره د مناسبو ځنګلي سیمو او د ګل نه شتون هغه ستونزه یادوي، چې له امله یې د فارم لرونکي اړ کېږي د پاکستان مختلفو سیمو ته مچۍ ولېږدوي.

د ننګرهار اوسنیو چارواکیو ویلي دي چې د کرنې ریاست پر هغه پلان له سره کار کوي، چې له مخې یې په دې ولایت کې پر شاوخوا لس زره جریبه د بېرو ځنګلونه جوړېږي. د ننګرهار د کرنې ریاست وايي چې دغه پلان به به ژر پلی شي، چې په رسېدو سره به یې د مچیو روزونکیو د بېرو ګلانو نه شتون ستونزه یو څه حل شي.

که څه هم د شاتو مچیو روزونکي د حکومت په بدلون د ستونزو د زیاتېدو خبره کوي؛ خو ننګرهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي د شاتو سږنی تولید د تېرو کلونو په پرتله لوړ بولي او په دې برخه کې له فارم لرونکیو سره د ډېرې همکارۍ ډاډ ورکوي.

زموږ له آرشیف څخه: