1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شاتو مچۍ به د پولیسو مرستې ته ور ودانګي

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

مچۍ د شامعې یا بویولو ډير قوي حس لري، هغه حس چې پولیس غواړي ترې استعفاده وکړي. یوې آلمانۍ پولیسې د موادو د کشفي سپو پر ځای له مچیو څخه د استفادې مفکوره وړاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3OGkr
Deutschland Landwirtschaft - Biene - Bienensterben
انځور: picture alliance/W. Rothermel

د شاتو مچۍ له یوه ګل څخه پر بل ګل له کښیناستلو سره په طبعیت کې د ګرده افشانۍ دنده ترسره کوي. مونږ یې له شاتو څخه هم استفاده کوو، خو یوازې همدا برخې نه دي چې مونږ ترې ګټه پورته کوو.

سونیا کسلر، د آلمان د پولیسو یوه ماموره ده چې د شاتو مچیو له روزنې سره مینه لري. میرمن کسلر په دې باور ده چې مچۍ له سمې روزنې سره کولی شي په راتلونکي کې د پولیسو د کشفي سپو ځای ونیسي.

د پولیسو دغه ماموره وایي چې کیدای شي د شاتو له مچیو څخه په هوایي ډګرونو کې د کارګو د مالونو د کنترول او یا هم په آزاده فضاء کې د مخدره توکو د پل موندنې له پاره استفاده وشي.

کسلر وایي چې په آزاده فضاء کې د دا ډول یو ماموريت له پاره په پیل کې باید دغه مچۍ په روښانه او قوي رنګونو سره مشخصې شي او وروسته بیا د یوه ځانګړي ډرون (بی پیلوټه الوتکې) په وسیله یي د حرکت مسیر تعقیب شي او د دوی د راټولیدو ځای دې د مخدره موادو د احتمالي ګودام یا ساتنې ځای په توګه ثبت شي.

د دغې آلمانۍ پولیسې د فرضیي په اساس او په هغه صورت کې چې که دغه مفکوره عملي شي، نو کیدای شي چې د شاتو مچیو له یوه کالوني یا ټولګې څخه د لسونو کیلومتره مربع ساحې د دقیقې څارنې له پاره استفاده وشي. سونیا کسلر، د خپل دې نظر له امله په آلمان کې جایزې هم ترلاسه کړي دي.

د اړونده موضوع په هکله زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

حشرې د پوځ په خدمت کې

حشرې په پرله پسې ډول د امنیتي ساحې د کارپوهانو له پاره الهام بخښونکې دي. یوازې د شاتو مچیو د ټولنې دقیق نظم او د سلسله مراتب په اساس د امر صادرول نه دي چې دغه حشرې یي څیړونکو ته په زړه پورې کړي دي، د فیزولوژيکي نظره هم د شاتو مچې د پام وړ دي.

د هارورد پوهنتون څیړونکو په ۲۰۱۶م کال کې د «روبو بي» په نوم روبوټي مچۍ اختراع کړې. روبو بي، د دې موخې له پاره اختراع شوي وه چې د شاتو مچیو د له منځه تللو بهیر د دوام په صورت کې به دغه کوچني روبوټونه د ګرده افشانۍ دنده ترسره کوي.

لږ وخت وروسته معلومه شوه چې له دغو روبوټونو څخه د استفادې اصلي ځای (د کوچنیو ډرونو په توګه) نظامي برخه ده. یوې خبریالې لیزا مارګونلي، په ۲۰۱۸م کال کې د Underbug په نوم خپل کتاب کې ولیکل: «پوځ حتی په پراخه پيمانه له وژونکو حشراتو څخه د کار اخیستنې تصور لري، چې په کمه بیه له دری ډي چاپ ماشینونو 3D Printers څخه را وزي.»

ډېر شمير حشرات چې په اتوماتیک یا خودکاره ډول کار کوي، مخ پر زياتېدونکي توگه د علمي، تخیلي او نظامي فلمونو کې د علاقمندۍ وړ موضوع ده.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ز