1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین له پاره جګړه هره ورځ ۱۲۰ میليونه ډالره لګښت لري

۱۴۰۲ دی ۸, جمعه

د اوکراین د ماليې وزیر ویلي دي چي د ۲۰۲۳کال په جریان کي کیف له نړيوالي ټولني څخه تر ۴۲ ميلیارده ډالره زیاتي مرستي ترلاسه کړي دي. د دغه جنګ ورځنی لګښت ۱۲۰ میليونه یورو کیږي.

https://p.dw.com/p/4ahuH
آرشیف انځور: په آلمان کې اوکرايني عسکر د روزنې پر مهال
آرشیف انځور: په آلمان کې اوکرايني عسکر د روزنې پر مهالانځور: Klaus-Dietmar Gabbert/dpa/picture alliance

د اوکراین د ماليې وزیر سرهي مارجنګو د دوی له هیواد سره د نړيوالي ټولني د ۳۸ميلیارده یوريي مرستو په اړه فورسټ ورځپاڼي ته د یوې مرکې په ترڅ کي وویل: «د نړيوالي ټولني مرسته موږ ته دا امکان راکوي چي ټول اړین لګښتونه ورباندي پوره کړو.»

دی زیاتوي، له روسیې سره هره ورځ جګړه ۱۲۰ میليونه یورو لګښت لري.

د دغو مرستو ډېره برخه د کرملین څخه د کیف د ساتني په موخه اوکراین ته ورکول کیږي، همدارنګه له دې مرستو څخه ځیني بېځایه سویو کورنیو، متقاعدینو او د دولتي سرتیرو د معاش له پاره هم کارول کیږي. 

مارچنګو وايي، د ۲۰۲۲م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کي اوکراین مالي ثبات درلود.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

د اوکرایند ماليې وزیر زیاتوي: «زه د ۲۰۲۵م کال په پرتله ۲۰۲۴م کال ته اندېښمن یم.»

اوکراین دروسيې پر وړاندي په جګړه کي تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو پر مرستو متکي دی، خو د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین له پاره د ډېرو مرستو د هڅو په لړ کي د جمهوري غوښتنو تر واک لاندي کنګره کي له ننګونو سره مخامخ دی.

بایدن د راتلونکي کال له پاره په سپينه ماڼۍ کي د پاتېدو له پاره خپل ځان د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی دی.

ډېر کتونکي اندېښمن دي چي که چیري په راتلونکو ټاکنو کي ديموکراتانو ماته وخوړه، نو ښايي داوکراین په اړه به د دغه هیواد دریځ هم بدل سي.

ټاکل سوې ده چي اروپايي ټولنه هم راتلونکی کال پارلماني ټاکني وکړي  

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب