1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا او اوکراین د وسلو په تولید کې همکاري لا زیاتوي

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت او اوکراین غواړي چې «د سولې او امنیت په برخو کې د اوکراین له مبارزې څخه د ملاتړ» په موخه، د وسلو په تولید کې همکاري لا زیاته نږدې کړي.

https://p.dw.com/p/4Zy9e
ATACMS-Marschflugkörper
انځور: U.S. Army/Avalon/Photoshot/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د جمعې (د دسمبر میاشتې ۸ نیټه) په ورځ په یوه رسنیزه اعلامیه کې د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دواړو هیوادونو د «ګډ تولید او تخنیکي معلوماتو د تبادلې» په هکله یوه موافقه لاسلیک کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دغه موافقتنامه به د هوایي دفاع سیستم، ترمیم او مهماتو د ساتنې په برخو کې د اوکرایني پوځ بیړني ضرورتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

دغه موافقه همدا اونۍ په واشنګټن کې د یوه کنفرانس په پایله کې چې د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین د صنعت او حکومت تر ۳۰۰ ډیرو استازو په کې ګډون کړی وو، رامنځته شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت توضیحات ورکړي دي چې دغه هیواد د بهرنیو چارو، دفاع او سوداګرۍ وزارتونو د غونډې جوړولو له پاره یو ټیم رامنځته کړی دی، څو په دې وسیله د بالقوه معاملاتو او د اوکراین د دفاعي صنعت له پاره د صادراتي ضرورتونو په برخو کې په سلا مشورو ورکولو سره د نورو متحدینو ملاتړ وکړي.

نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې واشنګټن او صنعتي شریکان یې اوکراین ته د تخنیکي معلوماتو د ورکولو په حال کې دي، څو د لویدیځ د مهماتو په مټ د دغه هیواد د هوایي دفاع زوړ سیستم بهتره کړي.

امریکا ته دروسیې د تعرضي یرغل په مقابل کې د دفاع په برخه کې د اوکراین د مهم متحد په سترګه کتل کیږي. امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې دغه هیواد یعنې اوکراین ته د میلیاردونو په ارزښت پوځي مرستې په اختیار کې ورکړي دي.

خو په دې وروستیو کې له اوکراین سره د مرستې د یوې نوې بستې پر سر، د ولسمشر جو بایډن د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو ترمنځ جنجال او مناقشې له کبله د امریکا کانګرس نه دی توانیدلی یوې موافقې ته ورسیږي.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د محاسباتو په اساس، هغه کومکي بستې چې لادمخه د اوکراین له پاره د کانګرس له خوا تائید شوې وې، د روان کال تر پایه پورې په بشپړ ډول مصرفیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص