1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

یو ځل ولسمشر، یو ځل ناکامه. اوس ترمپ د دریم ځل له پاره هلي ځلي کوي. هغه په دوامداره ډول په متحده ایالاتو کي وېش ژور کړ او اوس کیدای سي په خپل گوند کي هم انشعاب رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4JaUQ
USA | Ankündigung in Mar-a-Lago | Donald Trump reicht Unterlagen für Präsidentschaftskandidatur ein
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

حتی په منځمهاله ټاکنو کي له انتظار سره سم هیلو پرته ترمپ د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د خپل دریم ځل کمپاین اعلان کړی دی. نوموړي په دې اړه خپل اسناد د امریکا متحده ایالاتو انتخاباتي کمېسیون ته وړاندي کړي دي. د ۲۰۲۴م کال د نوومبر مياشتي پر۵ د انتخاباتو له پاره د خپل ځان په کاندیدو سره، هغه په خپله د امریکا شرایطو ته په کتو سره په غیر معمولي ډول مخکی له وخته هلی ځلي پیل کړي دي.

ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم

ترمپ باید له ډیر صبر او حوصلې څخه کار واخلي او هغه هم له هره اړخه. د کانگرس په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکو په گوند کي هر دریم تن د ترمپ پر وړاندي خراب نظر درلود. د ټولپوښتني له مخي د امریکايانو اکثریت له ترمپ سره مخالف دریځ لري.

پر خپل سر د قدرت ادعا؟

هغه بې شمیره دوسیې او پلټني چي دغه سیاستوال ورسره لاس او گریوان دی، هم ښايي د هغه له پاره په یوه درانده بار واړول سي. علاوه پر دې ښايي د ده له پاره د بیا ټاکل کیدو اصلي دلیل دا هم وي چي د ولسمشر په توگه امکان لري له هر ډول قانوني تعقیب څخه ځان خلاص کړي.

USA | Beschlagnahmte Dokumente von der FBI Hausdurchsuchung bei Donald Trump
د FBI له خوا د ترمپ په اړه د اسنادو ترلاسه کیدلانځور: Department of Justice/AP Photo/picture alliance

اول باید ترمپ خپل ګوند جمهوري غوښتونکو ته د ځان په هکله قناعت ورکړي. او دا له ډېره وخته راهیسي کومه معمولي خبره نه ده. په خاص ډول د نوومبر مياشتي د اوایلو د کانگرس په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکو تر مایوسۍ وروسته دغه پخوانی ولسمشر د خپلو همکارانو له مخ پر زیاتیدونکي انتقاد سره مخامخ سو.

«زه له بایللو ستړی سوی یم»

په منځمهاله ټاکنو کي د ترمپ ګوند له انتظاره پرته د پام وړ کمزوری چلند درلود. پر ډیري نژدې سیالۍ سربیره د استازو د مجلس له پاره د بایدن ګوند هم لکه څنگه چي تمه یې کیدله د سنا اکثریت په لاس رانه وړ. هغه ډیر مشهور کسان چي د ترمپ پلویان ول، هغوی هم په ډیموکراټانو کي خپلي چوکۍ له لاسه ورکړې.

د په اصطلاح «سرې څپې» رامنځته کیدل چي د ډېرو جمهوري غوښتونکو هیله وه او د هغوی د گوند رنگ دی، عملي نه سو. د مریلنډ گورنر، لري هوگان شکایت کوي چي «دغه سره څپه باید ډیره لویه وای، خو بیا مو هم ترسره نه کړ.» هوگان وویل: دا پر له پسې دریمي ټاکني دي چي د ترمپ له امله جمهوري خواهان پکښي بریالي نه سول. «زه نور له بایللو ستړی سوی یم».

GP/NZ/DW.Online