1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ: په «قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د امريکا پخواني ولسمشر ترمپ که څه هم چې په رسمي توګه يې له اعلان څخه ډډه وکړه خو په کلکه يې اشاره وکړه چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې به بيا ځان کانديد کړي. بایدن هم د منځمهاله ټاکنو له پاره په ټاکنیزه مبازره بوخت دی.

https://p.dw.com/p/4J3Y2
د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Stephen Maturen/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان د نوماندولو په اړه اعلان څخه په لږ څه کې ډډه وکړه.

نوموړی په راتلونکې اوونۍ کې د ترسره کيدونکو منځمهاله ټاکنو له پاره د جمهوري غوښتونکو په ګټه په کمپاين بوخت دی. نوموړي د ايوا په سيوکس ښار کې د خلکو يوې غونډې ته وويل: «دا هغه کال دی چې موږ به پکې سپينه ماڼۍ بيرته ونيسو.»

ترمپ په خپلو خبرو کې وويل: «موږ به سنا مجلس هم بيرته خپل کړو. موږ به امريکا بيرته خپلوو او تر ټولو مهمه داده چې موږ به بيا په ۲۰۲۴م کال کې زموږ شانداره سپينه ماڼۍ بیرته خپله کړو.»

ترمپ په وروستۍ وينا کې له ماتې له منلو ډډه وکړه

نوموړي زياته کړه: «زه به په ډېر زيات احتمال سره [ځان بيا کانديد کړم] دا بيا وکړم.» هغه ټينګار وکړ: «په ډېر قوي احتمال.»

بايدن د دفاع په حال کې

په دې منځ کې برحاله ولسمشر جو بايدن هم په ټاکنیزه مبازره بوخت دی او هڅه کوي چې د ديموکرات ګوند په پخو سنګرونو کې پر ملاتړ تمرکز وکړي.

ولسمشر جو بایدن وويل چې د جمهوري غوښتونکو له خوا ټاکنو د نتیجې ردول چې دا څه د ۲۰۲۰م کال تر ټاکنو وروسته د ترمپ له خوا پېل شول، د هېواد ديموکراتيکه بقا له خطر سره مخ کوي.

تبصره: یوه کلیزه، یو سفارت، او د ترمپ ویجاړونکی قدرت

جو بایدن د کاليفورنیا په اوشين سايد کې وويل: «د ديموکراسۍ په اړه ټاکنې دي.» نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «حقیقت دا دی چې دا ټاکنې [منځمهاله ټاکنې] به لږ تر لږه د راتلونکې يوې لسیزې او يا ډېرې مودې له پاره د هېواد لوری تعين کړي.»

بايدن به د څلورو ایالتونو په خپل درې ورځني سفر کې نيو مکسيکو، الينويس او پنسلوينيا ته هم ولاړ شي چېرې چې به پخواني ولسشمر بارک اوباما هم د شنبې په ورځ له هغه سره په يوه غونډه کې ګډون ولري.

په عمومي توګه په منځمهاله ټاکنو کې د ولسمشر ګوند تل د پام وړ ناکاميو سره مخ کیږي.

که چېرې جمهوري غوښتونکي د کانګرس کنترول په لاس کې واخلي نو بایدن به د يوې دايمې سياسي مبارزې سره لاس او ګریوان شي او اداره به یې د خپلې دورې په راتلونکو نورو دوو کلونو کې له مقننه کړکيچ سره مخ شي.

ب.ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)