1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو په یوه کلنه واکمنۍ کې ډيرې رسنۍ تړل شوي دي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

بې پولې خبریالان وايي په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته ‌ډیرې رسنۍ تړل شوي دي. طالبان تيرکال دا وخت د ولایتونو د نيولو په ادامه د اګست ۱۵مه کابل ته داخل او تر شل کلنې جګړې وروسته يو ځل بیا واک ته ورسېدل.

https://p.dw.com/p/4FUuc
Universiät Kabul Radio- und TV-Studio
انځور: DW/A. Behrad

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۵مه په افغانستان کې یو بل ستر سیاسي تحول د رامنځ ته کېدو ورځ ده. دغه ورځ د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت چې د لويديځ ملاتړ ېې درلود، د شل کلن عمر وروستۍ ورځ وه. په دغې ورځ جمهوريت ړنګ او په افغانستان کې ميشت وروستي بهرني ځواکونه هم تر شل کلن حضور وروسته د وتلو په حال کې ول.

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي د دغه یوه کال په موده کې ګڼو افغان رسنیو خپل فعالیتونه درولي او په سلونو ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د سازمان مشر، کریستيان مهر د جمعې ورځې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «ژورنالیزم په افغانستان کې د مرګ تر کچې د وېنې بهيدو په حال کې دي.»

هغه زیاته کړې: «طالبانو ګڼ شمیر قوانين وضع کړي چې د بيان آزادي محدودوي او د رسنیو او ژورنالیستانو د آزار او اذیت او ډارولو هڅې کوي.»

«په افغانستان کې رسنۍ سانسور او د طالبان تر سخت فشار لاندي دي»

د بې پولې خبريالانو په خبره، د ۲۰۲۱م کال د اګست تر ۱۵ مې پورې په افغانستان کې ۵۵۰ رسنيو فعالیت درلود، چې اوس ېې یوه درېمه برخه تړل شوي دي.

په عین وخت کې د ژورنالیستانو شمیر هم له نیمايي نه ډير راکم شوی یعنې ۴۷۵۰ ته راغورځېدلی دی. په دې برخه کې تر ډيره بريده ښځېنه ژورنالیستانې اغیزمنې شوي دي.

بې پولې خبریالان زياتوي چې شاوخوا ۷۵ سلنه افغان ښځینه ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا د طالبانو له وېرې ېې په رسنیو کې خپل کارونه درولي دي. دغه غیر انتفاعي سازمان همدارنګه وايي چې دا وخت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۱۱و کې ېې ښځینه خبریالانې فعالیت نه لري.

DW Investigativ Special zum Thema LGBTQ Menschen nach der Machtübernahme durch die Taliban
​​طالبان تيرکال (۲۰۲۱) د ولایتونو د نيولو په ادامه د اګست ۱۵مه کابل ته داخل او تر شل کلنې جګړې وروسته بیا واک ته ورسېدلانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه سازمان وايي چې طالبانو د سانسور ډيرولو، د ځان سانسورولو او په خپل سر د خبریالانو د نيولو په څير مواردو سره، د ژورنالیستانو له پاره د کار کولو شرایط ډير سخت کړی دي.

له کله نه چې افغانستان د طالبانو په کنټرول کې دی، لږ تر لږه د رسنيو ۸۰ کارکونکي نيول شوي دي. دغه افراد د مختلفو زماني دورو له پاره او په ځینو مواردو کې «په ډير وحشیانه توګه» نيول شوي دي.

د طالبانو د راتګ يوکال؛ د افغان هنرمندان له کړاونو ډک ژوند

د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان په اوس وخت کې افغانستان د بیان آزادۍ له لحاظه د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې په ۱۵۶م ځای کې درجه بندي کړی دی. دغه سازمان وايي چې افغان ژورناليستان حتی د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د ګواښ او آزار و اذیت په څير ننګونو سره مخ ول، خو زیاتوي چې د دې ټولو ستونزو باوجود افغانستان په تیرو شلو کلونو کې وتوانېد چې د سېمې په سطحه د مطبوعاتو تر ټولو متنوع رشد ولري.

د طالبانو په واکمنېدو سره په لسونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو، په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتو او د آلمان، بریتانیا، فرانسې او ايټالیا په څير اروپايي هیوادونو ته راویستل شول. په دغو افغانانو کې خبریالان او مدني فعالان هم شامل دي.

په بهر کې د افغان خبریالانو ملاتړو د هغوی د محافظت او حقونو له پاره وخت ناوخت مظاهرې هم کړي دي. نن شنبه د ۲۰۲۲م کال د اګست ۱۳هم د آلمان په پلازمینه برلین کې د افغانانو له لورې یوه مظاهره پلان شوې چې د پلان له مخې په هغې کې به د مظاهرې ګډونوال د دغه هیواد له حکومت څخه د لاډيرو افغانانو د راوښکلو غوښتنه کوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه: آیا طالبان غواړي په افغانستان کې رسنۍ محدودې کړي؟

آیا طالبان غواړي په افغانستان کې رسنۍ محدودې کړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل