1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« افغانستان کې رسنۍ سانسور او د طالبان تر سخت فشار لاندي دي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

کله چې د تيرکال په اګست مياشت کې طالبانو بيا واک تر لاسه کړ، د افغانستان رسنۍ نه یوازې دا چې سانسور شوې، بلکي د دغې ډلي له خوا تر سخت فشار لاندي دي.

https://p.dw.com/p/4FRtD
Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

له تیر کال راهيسي افغان ښځینه او نارینه خبریالان له پراخ سانسور سره مخامخ دي.

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دې اړه د یوه راپور په خپرولو سره ټینګار کړی دی چې له دې ټولو سره سره په دغه هیواد کې زړور ژورنالیستیکي فعالیتونه روان دي.

د دغه راپور لیکوالانو د خبریالانو په نیولو او د رسنیو په تهدید کولو نیوکه کړې ده. په دې راپور کې راغلي دي چې د خبریالانو د ځورونې له امله یو شمېر زیات خبریالان له هيواده وتلي دي.د دې ترڅنګ د بد اقتصادي وضعيت له امله ورځپاڼي، راډيو او ټلوېزيونونه په بې ساري ډول کم سوي دي.

د طالبانو نوی امر؛ ویندویانې باید مخونه پټ کړي

دغه راپور دې ته هم اشاره شوې چې د انټرنتي رسنیو په اړه د طالبانو دریځ د دوی د لومړۍ واکمنۍ په پرتله نرم شوی دی.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې ويلي ول چې له انترنيټه څخه بايد کار وانه خيستل سي، ځکه د دوی په باور په انترنیت کې غیر اخلاقي او ضد اسلامي موادو خپريږي.

خو اوس دغه ډله د خپلو تبلیغاتو له پاره له انټرنیټ او ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي. د دې راپور له مخې رسنۍ د محدودیتونو له لګولو سره مقاومت کوي او دا هم هغه څه دي چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې له واکمنۍ سره توپیر لري.

ملګرو ملتونو ته د افغان خبریالانو د حالت په اړه د بې پولې خبریالانو لیک

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په مۍ میاشت کې طالبانو له ښځینه خبریالانو وغوښته څو خپل مخونه په ماسک وپوښي، د دغه ښځو سره سم د هغوی نارینه خبریالانو د خپلو ښځینه همکارانو له پاره څو ورځې ماسکونه وتړل.

په نیویارک کې د «ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې» له طالبانو غوښتي دي چې د رسنیو پر وړاندې له زورزیاتیو لاس واخلي او بندیان شوي خبریالان دې خوشي کړي.

په همدې ډول باید په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي. دغه سازمان دا هم ویلي دي چې بهرني هيوادونه باید افغان کډوال خبریالان ومني او هغوی ته د خپلو دندو د بیا پیلولو زمینه برابره کړي.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟