1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

کیف وايي تېره شپه ېې د روسيې هايپرسونیک توغندي او ډرون راغورځولي، خو مسکو وايي د اوکراین د هوايي دفاع پيټرويت سیستم ېې پرې تخريب کړی. د زيلنسکي ميرمن د سويلي کوریا ولسمشر سره په کتنه کې له اوکراینه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4RRVS
يو روسي توغندی د سه شنبې په شپه د می ۱۶مه په کيف ښار کې د لګيدو پر مهال، د اوکراین پوځ وايي چې په دغه شپه ېې روسي توغندي او جنګي ډرون الوتکې راغورځولي دي
يو روسي توغندی د سه شنبې په شپه د می ۱۶مه په کيف ښار کې د لګيدو پر مهال، د اوکراین پوځ وايي چې په دغه شپه ېې روسي توغندي او جنګي ډرون الوتکې راغورځولي ديانځور: Gleb Garanich/REUTERS

په دغه رپوټ کې د باخموت ښار وضعیت ته هم اشاره کوو چې یو اوکرايني قوماندان دغه ښار د روسي عسکرو له پاره د موږکانو د دام په څېر توصیف کړی.

اوکراین د سه شنبې په ورځ (د می ۱۶مه) وويل چې تېره شپه ېې روسي هايپرسونیک ډوله توغندي او ډرون راغورځولي دي. د اوکراین د دفاع وزير، اولیسکي ريږنيکوف پر ټويټر په انګلیسي ژبه ليکلي دي: «د اوکراين د هوايي ځواکونو له پاره یوه بله د نه باور وړ بریا! تېره شپه زموږ د آسمان دفاع کوونکو د روسيې ۶ هايپرسونيک کينژال ډوله او ۱۲ نور توغندي راوغورځول.»

اوکراین د سه شنبې په ورځ وختي په دې هکله وويل چې د هوايي دفاع ځواکونو ېې د روسېې له خوا توغول شوي ټول ۱۸ توغندي او ۹ ډرون راغورځولي دي. 

د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین، په ۲۰۱۸م کال کې د کينژال توغنديو د مخ کتنې پرمهال، هغه «یوه آيډياله وسله» بللی وه چې په وینا ېې مخنیوی ېې نهایت سخت دی. خو اوکراین وايي چې دوی وتوانيدل د پيټرويت هوايي دفاع سیستم نه په استفادې د روسېې لومړنی کنزال توغندی راوغورځوي.

ورته نور ولولئ: بریتانیا اوکراین ته اضافي توغندي او جنګي ډرون ورکوي

کیف یوه اوونۍ مخکې ويلي ويل چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د مرسته شوي دفاعي سیستم په ذریعه ېې لومړنی هايپرسونيک توغندي راغورځولی دی.

اوکراین خپل د هوايي دفاع لومړنی امریکايي پيټرويټ سیستم، د اپریل میاشتې په منځ کې په داسې وخت کې ترلاسه کړ چې دغه هېواد په ژمي کې د روسي قواوو په حملو کې سخت ځپل شوی وو.

د آرشیف انځور - اوکراین خپل د هوايي دفاع لومړنی امریکايي پيټرويټ سیستم، د اپریل میاشتې په منځ کې ترلاسه کړ
د آرشیف انځور - اوکراین خپل د هوايي دفاع لومړنی امریکايي پيټرويټ سیستم، د اپریل میاشتې په منځ کې ترلاسه کړ انځور: FRANK TREVINO/DoD/picture-alliance

مسکو څه وايي؟

د روسېې دفاع وزارت برخلاف ادعا کړې ده چې د تېرې شپې په بریدونو کې ېې د اوکراین د هوايي دفاع یو سیستم تخریب کړی دی. رويټرز خبري آژانس په دې هکله د روسيې پوځي خبري آژانس (زويزدا) له قوله لیکلي، د روسېې پوځ وايي چې د سه شنبې شپې په بریدونو کې ېې د هايپرسونیک کينژال توغنديو پر مټ د امریکا ساخت پاټرويت هوايي دفاع یو سیستم له منځه وړی دی. یاد آژانس همدارنګه ویلي دي چې په دغو بریدونو کې د اوکراین جنګي واحدونه او د مهماتو زیرمې هم په نښه شوي دي.

ورته نور ولولئ: جان کربي: روسیې له ایرانه ۴۰۰ ځانمرګي ډرون پېرلي

پر اوکراین د روسيېې دغه بریدونه کیف ته د چينايي پلاوي تر رسېدو څو ساعته مخکې ترسره شوي دي. تمه ده چې د چين ځانګړي استازی، لي هوي (Li Hui) به د خپل اروپايي اتحادېې سفر په ترڅ کې د دوو ورځو له پاره په کيف کې وي. د هغه د سفر موخه د اوکراين جګړې په تړاو د پکینګ د سولې مذاکراتو تقویه کول ښودل شوي دي.

باخموت د روسي عسکرو «دام»

د اوکراين د پياده ځواکونو قوماندان، الکساندر سرسکي، د اوکراين جګړه ځپلی ښار باخموت، د روسي عسکرو له پاره د «موږک تلک» په څېر توصیف کړی دی.

هغه د سه شنبې په ورځ د جګړې د لومړیو کرښو اړوند سيمو څخه د کتنې پر مهال وويل: «د واګنر ملیشې باخموت ته په داسې یو شکل راوخوځېدې لکه موږکان چې د تلک پر لور ورځي.» دغه اوکرايني قوماندان همدارنګه وويل اوکرایني واحدونه په دې توانېدلي دي چې د «فعالې دفاع» له طریقه باخموت ته نژدې په څو برخو کې ځوابي بریدونو وښيي.

ورته نور ولولئ: اوکراین پر کیف او اودیسا د تازه بریدونو خبر ورکړی دی

الکساندر سرسکي زیاته کړه: «دښمن ډېرې منابع لري، خو موږ د هغوي پلانونه شنډوو.» اوکراينيان ادعا کوي چې د باخموت په جنوب غرب کې ېې د یو لړ اقداماتو په ترڅ کې روسي عسکر تر څو کيلومترو پورې پر شا تمبولي دي.

دغه انځور د اوکراین د بېړنیو حالاتو وزارت خپور کړی او وايي چې د سې شنبې په شپه د یو روسي لګيدلی توغندي وروسته د اوکراین د اطفائې کارکونکي د توغندي له کبله د لګيدلي اور د مړه کولو په حال کې دي
دغه انځور د اوکراین د بېړنیو حالاتو وزارت خپور کړی او وايي چې د سې شنبې په شپه د یو روسي لګيدلی توغندي وروسته د اوکراین د اطفائې کارکونکي د توغندي له کبله د لګيدلي اور د مړه کولو په حال کې دي انځور: Ukrainian Emergency Situations Ministry/AP/picture alliance

د زيلنسکي مېرمن په سیول کې

بله خوا د اوکراين لومړۍ ميرمن، اولینا زیلنسکي د سه شنبې په ورځ د جنوبي کوریا له ولسمشر، یون سوک یول سره کتلي دي. رويټرز ليکي چې د زيلنسکي ميرمن جنوبي کوریا ته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د ګډون له پاره تللې ده.

د ولسمشر یول ویاند، لي دو وون، وويل چې د ولوديمیر زيلنسکي میرمن له یول څخه وغوښتل تر څو له اوکراین سره د ماین پاکۍ په برخه کې غیروژونکې پوځي مرستې وکړي.

اولینا زيلنسکي همدارنګه له جنوبي کوریا څخه د روسيې پوځي یرغل پر وړاندې جګړه کې له اوکراينه د «لاډېر راديکال» ملاتړ غوښتنه وکړه. هغې یون ته، کیف څخه د لېدنې بلنه وکړه او وې ويل چې دا ډول يو سفر به ېې د هیواد له پاره ډېر «ملاتړکونکی» وي.

ورته نور ولولئ: بېربوک: چین کولای سي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي مرسته وکړي

جنوبي کوریا چې د توپونو د ګولیو یو مهم تولید کونکی هیواد دی، ويلي دي چې له روسېې سره د روابطو پر اساس نه غواړي اوکراین ته وژونکې وسلې برابرې کړي. خو د دغه هیواد ولسمشر، تېره مياشت له رويټرز سره په یوه مرکه کې ويلي ول چې که چېرته اوکراین تر پراخو حملو لاندې راځي په هغه صورت کې به ېې حکومت «یوازې پر بشري او یا مالي ملاتړ تمرکز ونه کړي.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ: