1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان خبریالان له ناڅرګند برخلیک څخه شکایت کوي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه وروسته په سلهاوو خبریالان د سیمي او ګاونډیو هیوادونو ته ولاړل، دوی سترګي په لار دي، چي د اروپايي هیوادونو ترڅنګ به امریکا او کاناډا ته ولېږدول سي.

https://p.dw.com/p/4JDDg
افغان خبریالان په اسلام کي د لاریون پرمهال
افغان خبریالان په اسلام کي د لاریون پرمهال انځور: Shukria Sediqi

دغه خبریالان وايي، اقتصادي ستونزي، د نړي والو سازمانونو او سفارتخونو نه پاملرنه، د کارنشتوالي او ناڅرګند برخلیک په « اروايي ستونزو» اخته کړي دي.

الیاس طاهر په تېرو لسو کلنو کي له بېلا بيلو کورنیو او سیمه ییزو رسنیو سره خبریالي کړې، خو د طالبانو له بیري شپږ میاشتي کېږي، په پاکستان کي کډوال دی.

ښاغلی طاهري وايي، افغان خبریالانو ته د نړيوالو سازمانونواو باندنیو هیوادونو نه پاملرنه د دې سبب سوې ده، چي دغه خبریالان يې په اقتصادی او اروايي ناروغیو اخته سي.  

هغه زیاتوي: « ټول کډوال په ځانګړي ډول هغه خبریالان، چي ګاونډویو هیوادونو ته ورغلي، له کورونو څخه لېروالی، د دندو له لاسه ورکول او اقتصادي ستونزو يې  اروايي وضعیت ور خراب کړی دی.»

اړوند: له سلو ډیرو خبریالانو له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

د رسنیو ملاتړي بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه وايي، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ په دغه هیواد کي د بیان ازادي اود خبریالانو په وړاندي بېلا بېل تاوتریخوالی اندېښمن کړي دي.  

یوشمېر نور خبریالان بیا د رسنیو پر چارواکو نیوکه کوي او وايي د کارمندانو پرځای يې د کورنۍ غړي او خپلوان باندنیو هیوادونو ته لېږلي دي، د بې پولي خبریالانو سازمان هم وايي دغه شکایت ورته رسېدلی دی.

قدیر میرزايي په تېرو شلو کلنو کي له بېلا بېلو رسنیو سره په کابل کي د خپرونو د کوربه اود سیاسي خپرونو د وړاندي کوونکي په توګه کار کړی او اوس یوکال کېږي، چي په ازبکستان کي اوسي.  

اړوند: ملګري ملتونه: «د خطر لاندې افغانانو ته دې ویزې ورکړل شي»

ښاغلی میرزايي وايي: « یوکال کېږي، چي نه د خبریالانوکوم ملاتړي بنسټ اونه هم  باندنیو هیوادونو مرسته  او همکاري راسره کړې ده،  زه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ ان ناروغ لاهم یم.»

ازبکستان / هغه افغان کډوال، چي له کابله تاشکند ته بېول سوي دي
ازبکستان / هغه افغان کډوال، چي له کابله تاشکند ته بېول سوي ديانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/Handout/REUTERS

یوشمېر خبریالان بیا د ګاونډیو هیوادونو د بېلګي په ډول په پاکستان او ایران کي له خبریالانو سره د امنیتي مسؤلانو پر تریخ چلند نیوکه کوي. قربانعلي نوید یو بل هغه خبریال دی، هغه اته میاشت کېږي د طالبانو له بیري په ایران کي کډوال دی. نوموړی بیا د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د تګ راتګ په لاري کي له محدودیتونو څخه هم شکایت کوي او وايي:

« خبریالان د وېزې له نه تمدید اود کار کولو د اجازې له نه ورکړي څخه کړیږی، نو په داسي حال کي، چي کار وکړو کیدای سي بیرته مو له پولي واوړي. اوسمهال هغه خبریالان له ستونزو کړیږي، چي د طالبانو او په مخکنی حکومت کي يې د زوراکانو په اړه راپورونه چمتو کول.»

اړوند: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې څلور زنداني خبریالان خوشي کړي

د المان د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي هره میاشت به له افغانستان څخه زر تنه خبریالان، د بشري حقونو فعالان او له ګواښ سره مخامخ کسان راباسي، خو خبریالان د المان پر دغه سیاست نیوکه کوي او وايي، هغه افغان خبریالان دي هم په دغه بهیر کي ور ګډ کړل سي چي په ګاونډیو هیوادونو کي اوسي .

د روان مېلادي کال اکټوبرمیاشتي پر ۱۷مه نېټه له افغانستان څخه تر ګواښ لاندي کسانو د راایستلو اعلان وسواو ټاکل سوې ده، چي د ۲۰۲۵مېلادي کال تر سپټمبر میاشتي پوري دغه لړۍ روانه وی. دغه کسان به د المان د باندنیو چارو وزارت، د خبري او بشري حقونو د بنسټونو له خوا پېژندل کېږي.

په المان کي د بې پولي خبریالانو د بنسټ یو غړي مرتضی رحیمي دویچه ویله ته وویل، په دې بهیر کي هغه خبریالانو ته ونډه ورکول کېږي، چي په افغانستان کي يې ژوند له ګوښ سره مخامخ وي. ښاغلی رحیمي زیاتوي: « هغه افغان خبریالان، چي د امهال له هیواد دباندي اویا هم په ګاونډیو هیوادونو کي اوسي په دې بهیر کي ونډه نه لري، خو د بې پولي خبریالانو بنسټ هڅه کوي، چي دغه کسان هم یاد بهیر ورګډ کړي. »

اړوند: په افغانستان کي دطالبانوله خوا دخبریالانودنیولواو وهلو ټکولود پیښوزیاتوالی

د ښاغلي رحیمي په خبره تراوسه ، د بې پولي خبریالانو سازمان ۱۵۹ خبریالان له خپلو کورنیو سره یوځای المان ته راوستلي دي.

په تېر یوه کال کي ډېری افغان کډوال او زیانمن سوي کسان المان، امریکا او کاناډا ته لېږدېدلي او منل سوي دي، ټاکل سوې ده، چي یاد درې واړه هېوادونه همدا لړۍ روانه وساتي.

د یادوني وړده،چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی «یوناما» له ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتي راهیسي د دخبریالانو په وړاندي د بشري حقونو د نقض ۲۰۰ پيښي ثبت کړي دي.

په دې بشري پېښو کي پرخپلسرد خبریالانو نیوني، بدچلند، ګواښ او وېروني یادي سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: 

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟