1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د خبریالانو د نیولو او ډبولو د پیښو زیاتوالی

۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبه

د خبریالانو د ملاتړ بڼسټونه، په وروستیو ۲۴ ساعتونو کي د څلورو خبریالانو د نیول کیدو او وهلو ټکولو له امله اندېښنه ښيي. په وروستۍ پیښه کي طالبانو د یک تلویزیون خبریال نیولی او پس له وهلو ټکولو یې بیرته آزاد کړی.

https://p.dw.com/p/4A4MA
Afghanistan Moderator Moheb Jalili
انځور: privat

د افغانستان د خبریالانو مرکز او له خبریالانو څخه د ملاتړ څو بڼسټونه په دغه هیواد کي د خبریالانو د نیولو او وهلو ټکولو له دوام څخه خپله اندېښنه څرگندوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چي په یوه تازه پېښه کي طالبانو د آریانا نیوز د سیاسي خپرونو پخوانی چلوونکی، محب جلیلي نیولی او سخت ډبولی دی.

جلیلي زیاتوي: «طالبانو دوې شپې مخکي پر اتو بجو کله چي په موټر کي د خپل کور خواته روان وم، د کابل له ۱۵می امنیتي حوزې څخه بوتلم او زما د تليفون د چک کولو پر وخت یې راته وویل چي » تاسي خبریالان دروغ خبرونه خپروی.»

وروسته یې پرته له کوم دلیل څخه زما په وهلو ډبولو پیل وکړ، هغوی شاوخوا ۷ یا ۸ تنه ول، سر او لاس می هم ضربه ولیدله. پس له هغه یې درې ساعته له ځانه سره وساتم.«

د هغو خبریالانو برعکس چي مخکي نیول سوي او پس له آزادیدو پټه خوله پاته سوي، جلیلي وايي چي پټه خوله نه پاتیږي. هغه وايي چي دوې اونۍ مخکي د طالبانو د فشارونو له امله مجبوره سو چي آریانا تلویزیون پریږدي او اوس په یک تلویزیون کي کار کوي.

په تیرو اتو میاشتو کي د ۸۰ خبریالانو نیول کیدل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تیرو میاشتو کي د زورزیاتي او خبریالانو د مؤقت نیول کیدو په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده.

د نوموړي بڼسټ د ارقامو له مخي، طالبانو په افغانستان کي واک ته له رسیدو راهیسي، لږترلږه ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کي په مؤقت ډول نیولي چي ډېری دغه نیوني له تشدد او تهدید سره ملگري هم وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومته غوښتي دي چي د رسنیو له قانون سره سم دي چي دا خبره یې تأیید کړې عمل وکړي او د خبریالانو له نیولو، تهدید او فشار څخه دي ډډه وکړي.

د «افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره ، نی» هم په افغانستان کي د خبریالانو له نیولو او هغوی د وهلو ډبولو له امله اندېښنه ښودلې او وايي چي په دې وروستیو کي دغه ډول نیوني مخ پر زیاتیدو دي.

د نی د معلوماتو پر اساس، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي څلور تنه خبریالان له تشدد او ناوړه چلند سره مخامخ سوي دي. دغه ډول وضعیت د دې سبب سوی چي ډېر خبریالان له خپل هیواد څخه د وتلو او یا هم له کاره د لاس اخیستلو له پاره هلي ځلي وکړي.

یو تن خبریال چي نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، دویچه ویله ته وویل: «زه له هیواده د وتلو په هڅه کي یم. دلته نور کار نه سم کولای. پس له څو رپوټونو چي مي جوړ کړل، ډېري ستونزي راته جوړي سوي دي. ډیر په جنجال اخته یم.»

طالبان د خبریالانو د نیولو او رسنیو په وړاندي تشدد په اړه له هر ډول نظر ورکولو څخه ډډه کوي.

د رسنیو د فعالیتونو د توقف دوام

د خبریالانو په وړاندي د زورزیاتیو ډیروالی او همدارنگه اقتصادي او مالي مشکلات ددې سبب سوي دي چي په افغانستان کي د ډېرو رسنیو فعالیتونه په ټپه ودریږي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخي په تیرو دوو ورځو کي د فاریاب او پکتیا په ولایتونو کي د دوو راډیو گانو فعالیت بند سوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز لیکلي چي په فاریاب کي د «میمنه» په نامه د خصوصي راډیو فعالیت، پس له شاوخوا ۱۰ کلونو چي ویل کیږي دلیل یې د مالي مشکلاتو له امله وو، پای ته ورسیدی.

دا څلورمه راډیويي شبکه ده چي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي په فاریاب ولایت کي تړل کیږي.

مخکی له دې په پکتیا ولایت کي د «پکتیا ږغ» په نامه راډیو پس له څه ناڅه ۱۷ کلونو، د مالي مشکلاتو او محدودیتونو له امله په ټپه ودریده.

په وروستیو دوو لسیزو کي څه د پاسه ۲۰۰ راډیو گاني او شاوخوا ۱۰۰ تلویزیوني شبکې او په لسونو چاپي او آنلایني خپروني په افغانستان کي فعالي وې. د افغانستان د خبریالانو د مرکز ارقام ښيي چي د طالبانو په راتگ سره د وروستیو اتو میاشتو په ترڅ کي د اقتصادي مشکلاتو او رامنځته سوو محدودیتونو له امله، په دغه هیواد کي له نیمايي څخه ډېري رسنۍ په ټپه درېدلي او شاوخوا ۳۰ سلنه د بندیدیو په حال کي دي او په ۲۴ ساعتونو کي له یوه څخه تر څو ساعته پوري فعالیت لري.