1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په پاکستان کې میشت افغانان د پاکستان تابعیت اخلي؟

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د پاکستان یوې عالي محکمې هغه افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې زیږدلي، د تابعیت د ورکړي امر وکړ. خو هلته میشت افغان کډوال د دې پرېکړې په اړه مختلف نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/4IXjo
Afghanistan Update Bildergalerie Flüchtlinge an der Grenze zu Pakistan
انځور: Jafar Khan/dpa/picture alliance

په اسلام اباد کې لوړې محکمې (های کورت) د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې ټولو هغه افغان کډوالو ته باید د پاکستان تابعیت ورکړي چې په دغه هېواد کې زیږېدلي او د اوسېدو سند ولري.

دا وړاندیز وروسته له هغې د اسلام اباد محکمې رییس اطهر من الله په حکم وشو چې د يوه ۲۴ کلن افغان مدافع وکیل عمر ګیلاني په خبره د پاکستاني تابعیت لپاره یې د موکل غوښتنلیک ومنل شو.

د هغه په خبره نوموړی چې په پاکستان کې زېږېدلی مخکې یې غوښتنلیک رد شوی وو خو تازه د اسلام اباد محکمې د دغه افغان فضل الحق چې ۲۴ کاله یې په پاکستان کې پرته له دې چې د هغه هېواد تابعیت ولري، ژوند کړی دی په حق کې کړې ده.

پاکستان ته کډه شوي افغان هنرمندان

خو په پاکستان کې ځینې میشت افغان کډوال دغه پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري. په دغه هيواد کې له کالونو راهيسي مېشته افغانه مېرمنه ایمان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دا او کورنۍ یې هېڅ وخت نه غواړي د پاکستان تابعیت واخلي ځکه چې پاکستان کې اوسېده مجبوریت دی نه د ښه ژوند ټاکنه. هغې زياته کړه: «پاکستان هر وخت د افغانستان د نابودۍ خوبونه کتلي او اوس دلته مېشت دا شاوخوا ۳ میلیونه خلک غواړي په دې توګه یرغمل کړي. زه هېڅ وخت د پاکستان تابعیت د ځان او کورنۍ ویاړ نه ګڼم. که پاکستان ریښتیا د افغانانو  د ښېګڼې په خاطر دا کار کوي نو دلته میشتو خلکو ته باید ویزې ورکړي.»د پاکستان ېوې محکمې افغانانو ته د تابعیت ورکولو حکم صادر کړی

په پاکستان کې یوه بله مېشته افغانه ۲۹ کلنه افغانه رڼا صافۍ چې همدلته پیدا شوې ده او د لسانس تر کچې یې زده کړي کړي، وایي زده کړې یې په ډېرو بدو شرایطو کې کړي خو د پاکستان د تابعیت اخېستو هېڅ پلان نه لري. هغه وايي: «اول خو زه فکر نه کوم چې پاکستان دې دا کار وشي کولای، دوهم دا چې زما کورنۍ ۴۰ کاله په دغه هېواد کې تیر کړي خو موږ  په دې هېواد کې یوه ورځ هم ښه ونه لیده. افغانستان ته جنګ هم همدوی وړی خو بیرته موږ ته د خپل وطن د جنګ پیغور راکوي. زما هیله به دا وی چې پاکستان دې افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي چې زه خپل وطن ته لاړه شم او زما د ک‌‌‌ډوالۍ کېسه پای ته ورسېږي. پاکستان دې د تابعیت په ځای موږ ته انساني حقونه راکړي.»

د پاکستان یوې عالي محکمې هغه افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې زیږدلي، د تابعیت د ورکړي امر وکړ.
د پاکستان یوې عالي محکمې هغه افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې زیږدلي، د تابعیت د ورکړي امر وکړ. انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

خو سمسور ننګرهاری او خور یې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، د دغه وړاندیز هرکلی کوي او په دې تمه دي چې دا پرېکړه وشي او دوی وتوانېږي چې د پاکستان تابعیت واخلي.

دوی چې د پېښور په پوهنتون کې دواړه محصلین دي او پاکستان کې زیږېدلي هم دي، وايي چې د ژوند له ډېرو اړتیاوو په دې خاطر محروم دي چې د پاکستان تابعیت نه لري.

سمسور ننګرهاري دویچه ویله ته وويل: «زه خوشاله یم او په دې تمه یم چې دا پرېکړه وشي او زه به د ژوند له ډېرو اړتیاو چې اوس یې نه شم پوره کولی، پوره کړم. زه محصل یم او بله ورځ له پوهنتون فارغېږم خو پاکستان کې دولتي دنده نه شم کولای خو که تابعیت ولرم نو زه لکه د یو بل عام پاکستاني په څېر ژوند کولی شم.»

خو د سمسور خور وایي: « زه خوشاله یم ځکه موږ د ښه ژوند هېڅ ورځې ونه لیدلې، خپل وطن ته تللی نه شو او دلته هر وخت کډوال یو. زه غواړم د ځان او راتلونکو نسلونو په خاطر دا کار وکړم او زه یوې ښې پرېکړې ته په تمه یم.»

په اسلام اباد کې مدافع وکیل لیاقت بونیری په لوړې محکې کې رسمي دنده هم لري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې که د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه افغان فضل الحق په حق کې د مثبتې او منفي پرېکړې د کولو لپاره اته ورځې وخت ورکول شوی او د روانې اکتور مياشتي په ۲۸ به دا پرېکړه وشي. دی وایي د مثبتې پرېکړې په صورت کې به د پاکستان ستره محکمه او پارلمان به هم دا موضوع تاییدوي خو که د کورنیو چارو وزارت رد کړه نو دا پرېکړه بیا د منلو وړ نه ده. هغه زياته کړه: « د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۸ نېټې به دا موضوع معلومه شي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څه پرېکړه کوي. دې کې به ټول میشت افغان له دغې پرېکړي مستحق شي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه او اته سوه زره افغان کډوال ژوند کوي چې ډېرو یې لسیزې وخت په دې هېواد کې تېر کړی دی.

د دغو افغانانو یونیم میلیون یې راجستر شوي او یو میلیون او درې سوه زره نور یې ناراجستر شوي یا غیرقانوني کډوال دي.