1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ېوې محکمې افغانانو ته د تابعیت ورکولو حکم صادر کړی

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د پاکستان یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ حکم صادر کړ چې حکومت دې هغو افغانانو ته تابعیت ورکړي چې په پاکستان کې په یوه مهاجره کورنۍ کې زيږيدلی وي. د پاکستان له دغه اقدام څخه کېدای شي په زرونو افغانان ګټمن شي.

https://p.dw.com/p/4ITM1
د آرشیف انځور - د پاکستان د خيبر پښتونخواه په پېښور کې د یو ان اچ سي آر دفتر ته راغلي افغان مهاجر
د آرشیف انځور - د پاکستان د خيبر پښتونخواه په پېښور کې د یو ان اچ سي آر دفتر ته راغلي افغان مهاجرانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر پوځي يرغل وروسته، په ميلیونونو افغانان ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شول. له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې د افغان مهاجرو په کورنيو کې په سلونو زره ماشومان زيږيدلي او رالويان شوي، خو تر اوسه د یو هیواد تابعیت هم نه لري.

په اسلام آباد کې لوړي محکمې (های کورت) د دغه هیواد کورنيو چارو وزارت ته امر کړی چې ټولو هغو افغان مهاجرو ته چې په پاکستان کې د زېږېدنې تصدیق پاڼه لرې، تابعیت ورکړي.

بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه حکم د مشر قاضي، اطهر من الله، له خوا د یو۲۴ کلن افغان چې په پاکستان کې زېږېدلی، د تابعیت ترلاسه کولو عريضې په ځواب کې ورکړل شوی دی.

دغه خبره د دغه افغان مدافع وکيل، عمر ګيلاني کړې چې په وینا ېې د موکل درخواست ېې پخوا رد شوی وو.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په حواله، په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي چې ډېر ېې له ۱۹۷۹م کال راهېسي په دغه هیواد کې ميشت دي.

آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه په زرونو نور کسان هم انتقال کړو

د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته، پاکستان په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ دورې پر مهال د دوهم ځل له پاره د افغان کډوالو له پراخو څپو سره مخ شو.

د طالبانو لومړنۍ واکمني شاوخوا پنځه کال دوام وکړ چې په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا د پوځي يرغل په نتيجه کې وروسته ړنګه شوه.

ایران او پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بېا پر افغانستان واکمن شول چې له هغه وخت راهيسې په څه باندې يوه کال کې هم لږ تر لږه ۳ لکه افغانان پاکستان ته اوښتي دي. د دوی ډېری لوېديځو هیوادونو ته ځي او په پاکستان کې ترانزیت اقامت لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب