1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آيا د اوکراين مرمۍ مخ پر خلاصيدو دي؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

که څه هم د تيري اونۍ سياسي بحث د جنگي ټانکونو په هکله وو خو اوسني مشکل په بل ځاي کي دی. اوکراين په سادگۍ سره ډيري کمي مرمۍ په لاس راوړي.

https://p.dw.com/p/4NVqR
Ukraine-Krieg | Ukrainische Soldaten an der Front bei Bachmut
د باخموت په سیمه کی اوکراینی عسکرانځور: Libkos/AP Photo/picture alliance

د ناټو تر غونډي مخکي عمومي منشي ينس ستولتينبرګ خبرداري ورکوي: د اوکراين پوځ په ښکاره ډول تر هغه زياتي مرمۍ کاروي، لکه څنگه چي په لوېديځ کي توليږي: «په اوسني وخت کي د اوکراين له خوا د مرميو کارول څلور چنده د هغو د اوسني توليد په پرتله دي.»

 دا کار زموږ دفاعي صنعت تر فشار لاندي راولي...موږ مجبوريږو چي خپل توليد ډېر کړو او زموږ د توليد په ظرفيت کي پانگونه وکړو. همدارنگه په مونشن کي د آلمان پوځ له پوهنتون څخه د امنيتي چارو کارپوه فرانک زاور هم له دويچه ويلي سره په مرکه کي څرگنده کړه چي تر نورو بحثونو مخکی بايد دغه ټکي د اصلي ستونزي په توګه وکتل سي.

اړونده مطالب:

امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

د مونشن له امنيتي کنفرانس څخه پوځي کارپوه او د جرمني په دفاع وزارت کي لوي درستيز، نيکو لانگه په نظر د توليد د ظرفيت لوړول ډير مهم دي.

هغه له دويچه ويلي سره په مرکه کي وويل چي دا د روسيې له جنگي ستراتيژۍ سره هم اړه لري. د هغه په خبره: «هغه جنگي تاکتيک چي روسيې انتخاب کړی، يعني په ډيرو برخو کي د جبهې په لومړۍ کرښه کي مخامخ بريدونه، دا يوازي هغه وخت کاميابه کيداي سي چي د اوکراين مرمۍ خلاصي سي. او موږ بايد خپل د ملاتړ له لاري په هرصورت د هغه مخنيوي وکړو.»

د مرميو کمبود د اوکراين له پاره کوم عواقب لري؟

د دويچه ويلي خبريال نيک کونولي، د هغو اوکرايني قوماندانو په هکله رپوټ ورکوي چي د مرميو د کارولو پر وخت بايد »ډيري سختي پريکړي« وکړي. کونولي په کيف کي وويل: «موږ د هويترز او توپخانې له هغو قوماندانانو سره وليدل چي ماته يې ويل، هغوی نه پوهيږي چي خپل کارته به ترڅه وخته ادامه ورکړي.»

Standbild DW TV-Schalte | Nick Connolly
د دويچه ويلي خبريال نيک کونوليانځور: DW

همدارنګه که همدا اوس نورو مرميو ته فرمايش هم ورکړل سي، خو انتقال به وخت ونيسي. په اوس وخت کي لا د سترو کاليبر مهماتو ته د انتظار وخت ۲۸ مياشتي دی. د ناټو عمومي منشي ستولتنبرګ وويل: »د نن ورځي فرمايشات به دوه نيم کاله وروسته راورسيږي.« همدارنگه ذخيري هم مخ پر کميدو دي.

مرمۍ ولي کميږي؟

د امنيتي مسايلوکارپوه، فرانک زور د اټکلونو پر اساس جرمني او غرب بايد ډير وختي لا عکس العمل ښوولی وای. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «دا کار د دوبي په اخره کي لا بايد سوی وای، هغه وخت چي ارقام لاس پر لاس کيدل. د مياشتي د لسهاوزرو توپخانه اي مرميو خبره کيدله. سړي بايد عکس العمل ښکاره کړی وای، خو که اوس هم دې ته تياری موجود دی، نو بايد ژر تر ژره اقدام وسي». خو داچي ولي سياسي دستور نه وو ورکړل سوی، هغه هم نه پوهيږي. د ده په اټکل د امريکا متحده ايالاتو هم ناوخته د مرميو په توليد باندي شروع وکړه. 

امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له روسیې څخه ووځي

د آلمان د لومړي او دوهم تلويزيوني چينلونو د خبر پر اساس امريکا متحده ايالاتو اوکراين ته د توپخانې يو ميليون مرمۍ استولي او يا يې د وراستولو وعده ورکړې. خو څنګه چي هغوی هم د انتقال او کمښت له مشکل سره مخامخ سول، نو مجبوره سول په اسرائيل او جنوبي کوريا کي د خپلو مرميو له ډيپوګانو څخه يې وروليږي. د کارپوهانو په نظر دا خبره ښکاره کوي چي نه د امريکا متحده ايالاتو او نه هم اروپا يوه عنعنوي جنګ ته تياري درلود، په کوم کي چي د پخوانيو جنګونو په ډول انسانان مستقيماً برخه اخلي.

ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي

د جرمني د دفاع وزير، بوريس پيستوريوس هم ويلي، ټولو «يوازي» د ټانکونو خبري کولې. او اوس دا دي د مرميو خبره راپورته سوه: «دا ډېره مهمه او ضروري خبره ده او زه هيله مند يم چي ډير ناوخته سوی نه وي، ځکه موږ د اوکراين پوځ د دافع هوا د سيسټم له پاره د مهماتو او مرميو پر ليږلو باندي خبري کوو».

چټکه حل لاره به څنګه وي؟

په همدې دليل پيستوريوس د آلمان د تسليحاتو له صنعت څخه وغوښتل چي خپل توليدات لوړ کړي: «د تسليحاتي فابيريکو څخه زه يوازي هيله درلودلای سم، چي خپل ټول امکانت په کار واچوي او توليدات لوړ کړي. د راين ميټال تسليحاتي شرکت سره د ټانکونو له پاره د مرميو د توليداتو بيرته پيليدو امضا سوي قرارداد لومړی مهم ګام دی». په خبره يې د دغو ټانکو د مرميو د توليد تړونونه امضأ سوي دي.

GP/NZ/DW.Online