1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له روسیې څخه ووځي

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالتونو په روسیه کي پر خپلو ټولو وګړو غږ کړی دی چې د دغه هېواد د جنایي چارواکو له خوا د خپل سري توقیف او تعذیب د خطر په موخه ژر تر ژره له روسېې ووځي.

https://p.dw.com/p/4NSNK
آرشیف: په مسکو کي د امریکا سفارت انځور
آرشیف: په مسکو کي د امریکا سفارت انځورانځور: Mladen Antonov/AFP

په مسکو کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۳) په روسیه کې میشتو یا دې هیواد ته سفر کوونکو امریکایي وګړو څخه وغوښتل چې سمدستي له روسېې څخه ووځي.

د امریکا سفارت ویلي دي چې د روسیې د جنايي او قضايي ادارو له خوا د غیر قانوني نیول کېدو د خطر له امله اضافي احتیاط ته اړتیا ده او له همدې امله یې پر خپلو اتباعو غږ کړی دی چې روسیې ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

رپوټ: امریکا د روسیې او چین پرضد نور تعزیرات پلانوي

امریکا په وار وار له خپلو اتباعو غوښتي دي چې له روسیې ووځي. وروستی ځل د تېر کال په سپټمبر کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د پوځي ځواکونو د اکمالولو له اعلانیدو وروسته هم دا غوښتنه شوې وه.

په مسکو کې د امریکا سفارت په خبره، د روسیې امنیتي ادارې امریکايي وګړي په دروغجنو تورونو نیولي او ځورولي یې دي، له امریکايي وګړو سره د عادلانه او شفاف چلند څخه یې ډډه کړې په پټه او یا یې له کره شواهدو پرته هغوې محاکمه او زنداني کړي دي.

بایډن: امریکا اوکراین ته اف ۱۶ جنګي الوتکې نه ورکوي

د اوکراین د جګړې تر سیوري لاندي د مونیخ امنیتي کنفرانس

د راپورونو له مخې د مونیخ امنیتي کنفرانس د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغل د نړیوال نظم د بېلابېلو لیدونو تر منځ یو اختلاف را برسیره کوي.

په برلین کې د دې راپور یو لیکوال توبیاس بونډ، وویل: »دا جګړه د بیاکتنې سیاست سمبول وو چې د استبدادي حکومتونو لخوا د نړیوال نظم بنسټیز اصول پکې تر پښو لاندې کول دي.«

بونډ زیاته کړه: »یادې جګړې په ښکاره توګه وښودله چې د نړیوال نظم په اړه د مختلفو او ځینې وختونه د متضاد نظرونو ترمنځ سیالي خپل اوج ته رسېدلې ده.«

روسيه: اوکراین ته د ټانکونو ورکول جګړه نوي پړاو ته بیايي

د مونیخ ۵۹ امنیتي کنفرانس به د جمعې په ورځ د فبرورۍ پر ۱۷ پیل شي دا په تیرو څو لسیزو کي لمړی ځل دی چې دې کنفرانس ته له روسېې څخه هیڅ حکومتي چارواکي ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې.

د مولداوي د ولسمشري خبرداری

د مولداوي ولسمشري مایا سانډو، په خپل هېواد کې د روسیې کودتا د پلان په اړه خبرداری ورکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ویلي دي چې د مسکو په پلان کې د خلکو د اعتراضونو تر شعار لاندې د مولداوي پر دولتي ادارو باندې د بلوا او تاوتریخجنو بریدونو هڅول شامل دي.

سانډو خپله وینا د هغه پټ سازمان د اسنادو او شواهدو پر بنسټ کړې چې په دې وروستیو کې د مولداوي جمهوریت له ګاونډي هیواد اوکراین څخه ېې ترلاسه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي تېره اوونۍ وویل چې روسیه د مولداوي په جمهوریت کې د سیاسي نظم د ګډوډولو له پاره ځانګړي پلانونه لري.