1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی سیاستوال ولفګنګ شويبله د ۸۱ کلونو په عمر ومړ

۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبه

د آلمان د ماليې پخوانی وزير ولفګنګ شويبله چې څه باندې نيمه پېړۍ د پارلمان غړي وو د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو. هغه د آلمان په څو حکومتونو کې وزير وو او د سیاسي ژوند ډېره برخه ېې د آلمان د بیا یووالي لپاره هڅو کې تېره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ac6Y
ولفګنګ شويبله  له ۱۹۶۵کال راوروسته د مسیحي ديموکرات ګوند او بیا له ۱۹۷۲ څخه د پارلمان غړی وو
ولفګنګ شويبله له ۱۹۶۵کال راوروسته د مسیحي ديموکرات ګوند او بیا له ۱۹۷۲ څخه د پارلمان غړی ووانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

ولفګنګ شويبله د آلماند تر ټولو اوږدې مودې فعالو سیاسي څېرو څخه یو وو. هغه د خپل موثرو سياسي فعالیتونو په اوږده موده کې خپل هېواد سره مرسته وکړه تر څو د اروپا په زړه کې له ښه امنیت او موقف څخه برخمن شي.

شويبله د خپل سیاسي فعالیتونو تر ټولو ډېره دوره د شرقي او غربي آلمان د بیا اتحاد په برخه کې تېر کړ چې بیا وروسته د پخوانۍ صدراعظمې انګلا مرکل په حکومت کې کله چې په یورو زون کې د پورونو بحران وو، د خزانې وزیر شو.

ولفګنګ شويبله او د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګل مرکل
ولفګنګ شويبله او د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انګل مرکلانځور: Rainer Jensen/dpa/picture alliance

هغه همدارنګه د آلمان د بل پخواني صدراعظم، هلموت کهول په حکومت کې هم وزير وو.

د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ په ګډون په آلمان او بهر کې سياستوالو د ولفګنګ شويبله پر مړېنه خپل خفګان ښودلی دی. شولڅ ويلي دي چې شويبله «زموږ هېواد ته په شکل ورکولو کې څه باندې نيمه پيړۍ کار وکړ.»

شولڅ پر ټويټر ليکلي: «آلمان یو چټک متفکر، یو پر شوره سیاستول او مبارز ديموکرات له لاسه ورکړ.»

د مسيحي دموکرات ګوند (سي ډي او) یو ویاند د چهارشنبې په ورځ وويل چې ولفګنګ شويبله د سه شنبې په ورځ ناوخته په آرامښت کې ساه ورکړه.

نوموړی له ۱۹۶۵کال راوروسته د مسیحي ديموکرات ګوند او بیا له ۱۹۷۲ څخه د پارلمان غړی وو. د آلمان پخوانۍ صدارعظمه انګلا مرکل هم د همدغه ګوند غړې ده چې یوه موده ېې رهبره هم وه.

د سي ډي او ګوند اوسني مشر، فريدریخ میرڅ پر ټويټر ليکلي: «د ولفګنګ شويبله [په مړينې سره] ما د سیاست په ډګر کې خپل یوازيني او تر ټولو زړور ملګری او سلاکار له لاسه ورکړ.»

د فرانسې د خزانې وزير، برونو لي ماېر، هم د شويبله پر مړېنه خپل «ژور خپګان» ښودلی دی. هغه پر ټويټر ليکلي دي: «هغه یو ملګری وو، هغه یو وفادار او د اعتماد وړ شریک وو. هغه همدارنګه د آلمان او فرانسې تر منځ یو نه ستړی کېدونکی صنعتګر وو.»

شويبله په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص له خوا تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو چې بیا اړ شو د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځي
شويبله په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص له خوا تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو چې بیا اړ شو د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځيانځور: Kay Nietfeld/picture alliance/dpa

د آلمان خارجه وزېرې انالينا بېربوک او نور سیاسي شخصیتونه هم د شويبله پر مړينه خپل غمرازي شريکه کړې ده.

د ۱۹۴۲م کال په فبرورۍ مياشت کې زېږېدلی دغه آلمانی سیاستوال په ۱۹۹۰م کال د یو مختل اعصاب لرونکي شخص تر بريد لاندې راغی چې سخت ټپي شو. تر هغې حملې وروسته شويبله اړ شو چې د ژوند تر پایه په ويلچر کې وګرځي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

انځوریز البوم (آرشیف): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل