1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان ولې له ژونده ناخوښ دي؟

۱۴۰۳ فروردین ۵, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په څېر المان کې هم د خوښۍ په کلنۍ درجه بندۍ کې وروسته شوی. په ځانګړې توګه په دې ټولنو کې ځوانان د پخوا په څېر خوښ نه ښکاري؛ خو داسې ولې دي؟

https://p.dw.com/p/4e3ZQ
Symbolbild Depressionen
انځور: Imago Images/Westend61

که له یوه اړخه فینلنډ د نړۍ د خوښو هېوادونو د لست په سر کې دی؛ له بل طرفه المان د دغې لست وروستیو ته تللی دی.

دا داسې نه ده، چې د المان خلک د پخوا کلونو پرتله ناخوښ دي؛ بلکې نور هېوادونه ترې مخکې شوي دي. د خوښو هېوادونو په وروستي رپوټ کې المان ۲۴ ځای لري او که له ۳۰ کلونو کم عمره کسانو لست ته ولیدل شي، نو بیا دا هېواد ۴۷م مقام ته لویږي. دا ډول دوران په متحده ایالاتو کې هم لیدل کېږي، چې په عمومي ډول دغه هېواد ۲۳ ځای لري. دا لومړی ځل دی، چې امریکا د ځوانانو د ناخوښۍ له امله د ۲۰ غوره هېوادونو له لست څخه وتلی دی، په داسې حال کې چې کوسټاریکا او کویټ د ۱۰ غوره هېوادونو په لست کې شامل دي. په غوره لسو هېوادونو کې هالنډ او استرالیا یواځيني هېوادونه دي، چې د وګړو شمېر یې له پنځلسو میلیونو څخه ډېر دی.

المانان ولې خوشحاله نه دي؟

د شمالي المان د بریمن په کانسټرکټر پوهنتون کې د ټولنیزو علومو کارپوه هیلکي بروکمن وايي: «د المان اوسېدونکي د خپل تاریخ له امله د نورو هېوادونو د خلکو په پرتله د جګړې پر وړاندې ډېر حساس دي.» بروکمن زیاته کړه: «ښايي همدا لامل وي، چې المانیان ویره لري.»

د دې کال رپوټ په حقیقت کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال د معلوماتو پر اساس چمتو شوی او ښايي لامل یې د څو کلونو وبا او د روسیې له لوري پر اوکراین یرغل وي.

څېړونکي هیلکي بروکمن له دویچه ویله سره په ځانګړې مرکې کې وویل: «تاسې باید دا په یاد ولرئ، چې د المان حکومت ځانګړې سخاوتمندي نه لري. د المان له لوري د اقتصادي ریاضت غوره شوې پالیسي د عمومي خوښۍ له پاره ګټوره نه ده.«

هغه وویل، دا د سکانډیناوي هېوادونو او د اروپا له شمال سره پرتله کړئ، چې د ټولنیز امنیت لمنه پکې ډېره پراخه ده. هغه وویل: «دا د ملي پیوستون اساسي ډول رامنځته کوي، چې د المان په څېر محافظه کاره دولتونو کې تر ډېره موجود نه ده.«

څوک ډېر خوښ دي؛ ځوانان که عمر خوړلي؟

سږ کال د خوښۍد درجه بندۍ رپوټ کې عمر هم په پام کې نیول شوی دی. په المان، ناروې، سویډن، فرانسه، بریتانیا اوهسپانیا کې د ځوانانو پرتله زاړه ډېر خوښ دي، په داسې حال کې چې دا چاره په پرتګال او یونان کې برعکس ده.

دا موندنې په بشپړ ډول د هغو انګېرنو سره په ټکر کې دي، چې ګنې ځوانان د زړو پرتله ډېر خوښ وي او دا خوښي یې وروسته له منځه ځي؛ ځکه وروسته په دې پوهېږي، چې په ژوند کې یې هیلې نه دي پوره شوي.

ټولنپوه بروکمن په دې اند دی، چې پیاوړې ملګرتیا د خلکو خوښي زیاتوي او د وګړو د عمر په زیاتېدو سره ملګرتیا لاپسې پیاوړې کېږي.

د نړۍ د خوښۍ کلنی رپوټ له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال خپرېږي. وروسته د عمومي خوښۍ په اړه د بوتان هېواد د ډېر ټینګار له امله ملګرو ملتونو د مارچ شلمه د خوښۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

دا رپوټ د امریکا د سروې د یوه بنسټ ګالپ د معلوماتو پر بنسټ د ملګرو ملتونو له لوري چمتو کیږي. د امریکايي ګالپ بنسټ د نړۍ په ۱۴۳ هېوادونو کې له خلکو وغوښتل، چې له نورو سره خپل ژوند پرتله کړي او هغه له صفر څخه تر لسو پورې وارزوي، چې د ژوند او سوکالۍ په دې تول کې باید د هر کس په سر ناخالص تولید، ټولنیز ملاتړ، روغ ژوند، خپلواکي، سخاوت او فساد په پام کې ونیول شي.

دا مقاله د لومړي ځل له پاره په الماني ژبه لیکل شوې ده.

پوهه: موزیم ته د تگ له لاري د دیپریشن درملنه