1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

المان: له ۶۰ لوړ عمر لرونکو کې ډپریشن زیات شوی

۱۴۰۲ مهر ۳۰, یکشنبه

د یوې تازه سروې پایلې ښيې چې په المان کې له ۶۰ کالو زيات عمر لرونکو کې د ډپریشن یا ژور خفګان ناروغي ډیره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4XsMO
Symbolbild Depressionen
انځور: Imago Images/Westend61

 په تیرو لسو کلونو کې یعنې د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ له ۶۰ تر ۶۹ کلنو کسانو کې دډپریشنپر ناروغۍ د اخته کیدو مواردو کې ۲۷ سلنه زیاتوالی لیدل شوی دی. دوه کاله مخکې د ډپریشن ښکار داسې مشرانو تناسب ۲۱،۸سلنه وو. دا په دې معنی چې د دې عمر لرونکی هر پنځم نارينه یا ښځه د ژور خفګان په ناروغۍ اخته دی.

د المان په شمال کې له هنوور ښار څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله د طبي نوعیت لرونکې دغه څیړنه د KKH په نوم د روغتیایي بیمې د یوې کمپنۍ په مرسته، چې د ټول هیواد په کچه خدمات وړاندې کوي ترسره شوې ده.

د سروې له پایلو څخه معلومه شوې ده چې په دغه هیواد کې په ډیر عمر لرونکو کسانو کې د مختلف ډوله دپریشن تناسب ډیر شوی دی. د KKH په حواله د دې څیړنې له پاره زرګونو ناروغانو د لسو کلونو صحي معلومات «روغتیایي ډیټا» اروزل شوې ده.

د دغې کمپنۍ کارپوه تهیل لپیلز وویل: «خفګان، پر یو کار د توجه متمرکز کولو په برخه کې ناکامي او یا هم ډیره زیاته ستړیا داسې عوامل دي چې ورته د علتونو په لټولو سره بې له دې چې د ډپریشن د مرض په هکله فکر وشي، هغه په سپینږیرتوب کې په عام ډول ښکاریدونکي عوامل بلل کیږي او له پامه غورځول کیږي».

نوموړي زیاته کړه: «داسې هم کیږي چې د ډپریشن ښکار خلک د معدې تکلیف، سر درد یا د بې اشتهایې په څیر ستونزې ولري، چې له امله یې په لوړ سن کې په ډیرو مواردو کې د ډپریشن طبي تشخیص لا زیات ستونزمن کیږي».