1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د بنګو قسمي قانوني کيدل تصويب کړل

۱۴۰۳ فروردین ۴, شنبه

دا قانون به لويانو ته اجازه ورکړي چې تر ۲۵ ګرامو پورې بنګ د خپل استعمال له پاره له ځان سره ولري. دا قانون چې د اپريل له لومړۍ نیټې څخه عملي کیږي، تر ۵۰ ګرامو بنګو پورې په کور کې د ساتلو اجازه هم ورکوي.

https://p.dw.com/p/4e39y
Deutschland | Hanfparade für die Legalisierung von Cannabis in Berlin
انځور: Annette Riedl/dpa/picture alliance

د آلمان بوندس راټ يا فدرالي جرګه ګۍ  د جمعې په ورځ د بنګو قسمي قانوني کيدو ته لاره هواره کړه.

دا قانون د حکومت له ملاتړه برخمن دی او د آلمان بوندستاګ يا پارلمان لا دمخه تصويب کړی دی خو باید د فدرالي شورا له خوا هم تائيد شوی وای چې د آلمان د ۱۶ ایالتونو د حکومتونو استازي یې غړي دي. 

د دې خونې ځينو استازو د دې قانون د منفي پایلو په اړه دلايل وړاندې کړل او د جمعې په ورځ د دې قانون يوه منځګړې کمیټې ته استولو هڅه هم وشوه چې ښايي د منل کیدو په صورت کې یې د قانون پلي کيدل ځنډيدلي وای.

خو دې وړاندېز کافي رایې ترلاسه نه کړې او په دې توګه د دې لاره هواره شوه چې بنګ به د اپريل له لومړۍ نیټې څخه قسماً قانوني وي.

د آلمان د روغتيا وزير کارل لاوترباخ، د جمعې په ورځ يو ځل بيا له دې تګلارې څخه ملاتړ څرګند کړ او استدلال یې وکړ چې د مخدره موادو پخوانۍ تګلاره ناکامه شوې او د تور بازار د پراخيدو باعث شوې ده.

نوی قانون څه اجازه ورکوي؟  

 د نوي قانون له مخې په آلمان کې لويان يعني تر ۱۸ کلونو ډېر عمر لرونکي به د اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې ور ها خوا اجازه ولري چې د خپل استعمال له پاره تر ۲۵ ګرام پورې بنګ له ځانه سره ولري.

په عامه ځايونو کې به یې د استمعال اجازه په هغه صورت کې وي چې د ماشومانو له سترګو پناه وي او همدا راز د ورزش او سپورت ځایونو ته څېرمه یې د کارولو اجازه نشته ده. په هغو ځايونو کې به هم د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پورې د کارولو اجازه نه وي چې پلي کسان پرې تګ راتګ کوي.

بالغ کسان به په کور کې تر ۵۰ ګرام پورې بنګو ذخیره کولو او همدا راز به په کور کې د بنګو د دريو بوټو د کرلو اجازه هم ولري.

د جولای له لومړۍ نیټې څخه به د بنګو ځانګړي کلبونه په محدوده اندازه د دغه مخدره توکو د کرلو او خرڅلاو اجازه ولري. خو د کم سنو له پاره به بنګ د مخکې په څېر منع وي.