1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. بنګ د خطرناکو نشه يي توکو له نوملړه و ايستل

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو اړوندې ادارې بنګ د خطرناکو نشه يي توکو له نوملړه خارج کړي دي. تر اوسه بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر مخدره موادو په ډله کې شميرل کیدل.

https://p.dw.com/p/3mAML
USA Cannabis-Anbau im Gewächshaus
انځور: Nature Picture Library/imago images

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو اړوندې ادارې د چهار شنبې د ورځې په يوه پريکړه کې بنګ په کلکه د کنتروليدونکو مخدره موادو له نوملړه و ايستل.

په ملګرو ملتونو کې د نشه يي توکو اړوندې ادارې اکثريت غړيو د مخدره موادو د ۱۹۶۱م کال د کنوانسيون د څلورمې برنامې څخه د بنګو د حذفولو له پاره رایې ورکړه. د همدې برنامې له مخې غړي هيوادونه دا حق لري چې پر خطرناکو او مضرو نشه يي توکو بندیز ولګوي. ۲۵ هيوادونو بيا له دې کار سره مخالف وښود او يوه هيواد په رایې اچونه کې ګډون ونه کړ.

تر اوسه بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر خطرناکو او مضرو نشه يي توکو په نوملړ کې شامل ول، خو د روغتيا نړيوالې ادارې په طبابت کې د بنګو د کارولو په موخه پر دې د څېړنو له پاره د لارې د هوارولو سپارښتنه کړې وه او په هم دې ترڅ کې يې دا رايي اچونه هم ترسره شوه.

د طبي موخو له پاره څېړنې

د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۱۹م کال په خپل يوه رپوټ کې سپارښتنه کړې وه چې پر بنګو د کنترول په برخه کې بايد انډول وساتل شي او داسې کنترول پرې وشي چې «د بنګو د کارولو له وجې د رامنځته کيدونکي زيان مخه هم ونيوله شي او په عين وخت کې د طبي موخو له پاره پرې د کيدونکي تحقيق له پاره دې ته د لاس رسي په برخه کې هم کوم خنډ موجود نه وي.»

که څه هم چې د ملګرو ملتونو کميسيون بنګ د هيروينو او ترياکو په څېر نشه يي توکو له نوملړه ایستلي دي، خو دې ته یې قانوني جواز نه دی ورکړی او اوس هم بنګ د هغو مخدره توکو په کتار کې شامل دي چې پرې د روږديدو خطر او د بې ځايه استعمال احتمال يې ډېر دی.

د روغتيا نړيوال سازمان دا خبره منلې ده چې د «بنګو له استعمال سره د عامې روغتيا د برخې د مسايلو کچه لوړيږي.» له همدې کبله سازمان سپارښتنه کړې وه چې دا مخدره مواد دې د کنوانسيون په لومړۍ برنامه کې پاته شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب