1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. اسلامي هيوادونو ته: طالبان له ۱۳ پيړۍ ۲۱ ته راولئ

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو مرستيالې امینه محمد پر اسلامي هېوادونو ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ضد کړنو د له منځه وړولو په موخه دې له ۱۳ پيړۍ څخه ۲۱ پيړۍ ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4Mib7
د ملګرو ملتونو مرستياله مشره امينه محمد
د ملګرو ملتونو مرستياله مشره امينه محمدانځور: Luiz Rampelotto/ZUMA Wire/IMAGO

د نايجيريا دې پخوانۍ وزيرې چې اوس د ملګرو ملتونو مرستياله ده، د چهارشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل چې تېره اونۍ یې له يوه پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی وو او د طالبانو د رئيس الوزرأ د مرستيال او د بهرنيو چارو د وزیر ترڅنګ د طالبانو له نورو څلورو وزيرانو سره یې هم پر همدې موضوع خبرې وکړې.

امينه محمد وويل چې طالب چارواکو دې ته په اړه د ډاډ ورکولو هڅه وکړه چې هغوی د ښځو له پاره د لا خوندي فضا د رامنځته کولو په څېر اقدامات کړي خو هغه منل شوي نه دي.

نوموړې وويل: «زه وايم چې د هغوی [طالبانو] د خونديتوب تعريف زموږ په آند له ښځو سره د ظلم په معنا دی.»

یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم کړه

په کابل او کندهار کې د ترسره شويو دې ملاقاتونو وروسته په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتين ګرېفتس او د يو شمیر نورو مرستندويه ټولنو مشرانو کابل ته سفر وکړ او پر طالبانو یې فشار وارد کړ چې ښځو ته په ملي او نړيوالو غير دولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.  

پر بشري اصولو ټینګار

ګرېفتس وويل چې د دې سفر موخه دا وه چې طالبان پر دې پوه کړل شي چې د مرستندويه سازمانونو د فعاليتونو پېلول او په کې ښځو ته د کار کولو د اجازې ورکړه ډېره مهمه ده. هغه وويل چې د پلاوي پېغام ساده وو او د ښځو پر کار بندیز د مرستندويه ټولنو فعاليت لا ستونزمنوي.

ګرېفتس وويل: «ما چې له [کومو طالب چارواکو] سره وليدل، هغوی همدا ويل چې د افغان ښځو د کار کولو پر اړتيا خبر دي او د هغوی پر حقونو هم پوه دي او دا چې دوی پر هغو لارښودو اصولو کار کوي چې له لارې یې د ښځو اړتياوې پوره شي او نړۍ به وګوري چې دا کار به په مناسب وخت کې ترسره شي.»

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ملاقات درلود
د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ملاقات درلود انځور: REUTERS

د ملگرو ملتونو مرستیالط امينه محمد په دې ترڅ کې وويل چې له طالب مشرانو سره یې د خبرو اترو په ترڅ کې پر بشري اصولو ټينګار وکړ او هغوی ته یې ور په ياد کړه چې د انسانانو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې له توپيري چلن ډډه کول تر ټولو مهم ټکی دی.

«له ښځو سره مستقيم خبرې کول هم حرام دي»

د امينه محمد په خبره «د طالبانو په څير د یوې سني مسلمانې په توګه ما افغان وزيرانو ته وويل چې کله د نجونو له پاره تر شپږم ټولګې پورته پر زده کړو د بندیز او له ښځو څخه د هغوی د حقونو د اخيستو خبره وي، نو هغوی [طالبان] د اسلام پيروي نه کوي او خلکو ته زيان رسوي.»

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې وويل چې طالب چارواکو ورته وويل چې د دوی په نظر له ښځو سره مستقيم خبره کول هم حرام دي او د خبرو اترو پر وخت یې موږ ته نه کتل.

امينه محمد وويل چې طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د وخت په رارسېدو به ښځو او نجونو ته د هغوی حقونه ورکړل شي. کله چې د ملګرو ملتونو استازو په دې موخه د وخت د ټاکلو له پاره فشار راوړ نو طالب چارواکو وويل چې دا کار به «ژر» ترسره شي.

امينه محمد وويل چې اسلامي هېوادونه بايد د افغان ښځو د حقونو له پاره غږ پورته کړي
امينه محمد وويل چې اسلامي هېوادونه بايد د افغان ښځو د حقونو له پاره غږ پورته کړيانځور: AFP

د ملګرو ملتونو دې پلاوي کابل ته د رسېدو د مخه د اندونیزيا په ګډون ترکیې، خليجي هېوادونو او سعودي عربستان ته هم سفر کړی وو. د امينه محمد په حواله په دغو هېوادونو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اجماع موجوده وه.

«اسلامي هېوادونه بايد يوځای شي»

امينه محمد وويل چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو سازمان له خوا په مارچ مياشت کې «په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو» پر موضوع د يوه نړيوال کنفرانس د رابللو وړاندیز تر غور لاندې دی. هغې زیاته کړه: «دا ډېره اړينه ده چې مسلمان هېوادونه سره يو شي. موږ بايد دا مبارزه تر دغه سيمې يوسو. په دې تړاو د زړورو پريکړو اړتيا ده ځکه چې د ښځو حقونه مهم دي.»

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو د حقونو په هکله سره وېشلي دي

امينه محمد وويل چې موږ په افغانستان کې د ښځو له پاره ډېر څه باید وکړو. هغې وويل: «موږ بايد وګورو چې طالبان څرنګه له ۱۳ پيړۍ څخه ۲۱  پيړۍ ته راوستل شي او دا سفر په يو دوو ورځو کې امکان نه لري.» نوموړې وويل مهمه خبره دا ده چې پر طالبانو څرنګه ډېر فشار وارد کړل شي څو هغوی په «نړيواله کورنۍ» کې د شامليدو پر اصولو عمل وکړای شي.

نوموړې وويل: «هيڅوک هم د کوم اسلامي هېواد او يا شريعت پر ضد نه دي خو باید پرې نه ښوول شي چې هغوی [طالبان] د تندلاریتوب او ښځو او نجونو حقونو ته د زيان رسولو منبع وګرځي. دا د منلو نه ده او موږ پر دې خبره ولاړ يو.»

ب. ص/ خ. ح (APE)

زموږ له آرشيف څخه:

د طالبانو تر بندیز وروسته، نجونو ته د انلاین زده کړو امکان