1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

له لوږي سره د مرستي سازمان یا د «ویلټ هنګر هیلفه» په حواله تقریباً نهه ميلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي. د دغه سازمان په یوه اعلامیه کې راغلي چې تر نیمايي ډیر افغانان یعنې تقریباً ۲۳ میلیونه وګړي خواړه نه لري.

https://p.dw.com/p/4FSuT
Afghanistan - Humanitäre Krise
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د نړۍ له لوږي سره د مرستي سازمان په حواله په افغانستان کي تقریباً نهه ميلیونه انسانان له سختي لوږي سره مخامخ دي. د پروسږکال اګست مياشتي پر ۱۵مه د طالبانو له خوا د قدرت د نیولو په مناسبت نن جمعه په بون کي د دغه سازمان په یوه اعلامیه کي راغلي دي چي تر نیمایي ډیر افغانان، یعني تقریباً ۲۳ ميلیونه انسانان نسي کولای ځانونه پخپله تغذیه کړي. ويل سوي دي چي قدرت ته د طالبانو له رسیدو راهیسي بشري حالت « سخت خراب» سوی دی. 

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس همدارنګه ویلي دي چي تر ۵۰ فیصده اضافه کوچنیان، چي عمرونه یې تر پنځو کلونو کښته دي، د همدې عیسوي کال تر اخره پوري به له خوار ځواکۍ سره مخامخ سي. په خبره یې دغه تعداد د طالبانو د پر قدرت راتلو راوروسته ۳۰ فیصده  لوړ سوی دی. 

د زیربنأ د خرابیدو، دوامداره جنګو او ۲۰۲۱م کال راهیسي سختي وچکالۍ له کبله زراعت ته هم سخت تاوان رسیدلی دی. ځکه نو اټکل کیږي چي د غنمو حاصلات به د ۵۰ څخه تر ۶۰ فیصدو پوري راکم سي.

د دغه سازمان په حواله جهاني اقتصادي تعزیرات هم د دې سبب سوي دي چي افغانستان په بین المللي کومکو پوري مربوط سي او پر خپلو پښو ونه دریږي. تعلیمي او صحي سیسټم هم د پرسونل او د درملو د کمبود په دلیل سخت تخریب سوی دی.