1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

اوشين وايکينګ کښتۍ له مديرانې تر ۱۵۰ زيات مهاجر وژغورل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

مرستندويه کښتۍ «اوشين وايکينګ» د ژغورنې په درو ماموريتونو کې تر ۱۵۰ څخه زيات مهاجر ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/4QiF5
OCean Viking im Mittelmeer
انځور: Michael Bunel/Le Pictorium/IMAGO

د اس او اس مديترانې فرانسوي مرستندويه سازمان د شنبې په ورځ د خپلې کښتۍ «اوشين وايکينګ» په مرسته په مديترانه کې درې د ژغورنې ماموريتونه اجرا کړي دي. د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي ياد درې واړه ماموريتونه چې د تقريبا ۷ ساعتونو په جريان کې اجرا شول، پکښې ۱۵۳ مهاجر ژغورل شوي دي.

دغه هم ولولئ:لیبیا: طرابلس ته نژدې د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې په لسونو مهاجر مړه سوي

ياد سازمان ويلي دي چې و يادو ماموريتونو ته يې هغه وخت خپله کښتۍ ولېږله، کله چې د شنبې يا خالي په ورځ د «الارم فون» سازمان له خوا بېړنی زنګ ووهل شو. دغه سازمان په سمندري خطر کې د راګير شوو انسانانو لپاره د تليفون ځانګړې ليکه چلوي.

بې خوراکه او چښاکه

ويل شوي چې «اوشين وايکينګ» يو په بل پسې ۵۹ او ۶۵ مهاجر له دوو لرګينو کښتيو او بيا ۲۹ مهاجر د ښيښه يي تارونو له موادو جوړې ښوې کښتۍ څخه وژغورل. اس او اس مديترانې ويلي دي چې ژغورل شوي کسان پنځه ورځې په سمندر کې ول چې ورسره له دوو ورځو راهيسي نه اوبه او نه خوراکي توکي ول. زياته شوې چې دغه مسافر ډېر ستړي او تږي ول.

دغه هم ولولئ:آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي

په مارسې کې د اروپايي سمندري ژغورنې اتحاديې دغه ماموريتونه ستايلي دي. يادې اتحاديې زياته کړېده چې دغه ماموريتونه د ايټالوي سمندري چارواکو سره په ګډه انسجام شوي دي.

ياده ژغورونکې کښتۍ د ۱۵ نورو ژغورل شوو مهاجرو سره د ايټاليې د سيويتاوېچيا بندر پر لور حرکت کړی دی. هلته د رسېدو لپاره درې ورځې سفر ته اړتيا شته.

مرستندويه سازمانونو په ماضي کې د ايټالوي چارواکو دغه پاليسي سخته غندلې چې په وينا يې ډېرو ليري ځايونو ته مرستندويه کښتۍ ليږي. دغه سازمانونه وايي په دې توګه د کښتۍ زيات وخت ضايع کيږي او د ژغورنې د هغوی په نوو ماموريتونو کې ځنډ رامنځته کيږي. سازمانونه د ايټاليې د ښې اړخې لومړۍ وزيري جيورجيا مېلوني پر حکومت تور لګوي چې په خپلې يادې تګلارې سره د سمندري ژغورنې په لاره کې خنډونه جوړوي.

مالټا مرسته نه کوي

که څه چې د ژغورنې زيات ماموريتونه په مديترانه کې د مالټا په اوبو کې صورت نيسي خو د دغه هيواد چارواکي د مرستندويه سازمانونو د مرستو ږغونو ته جواب نه وايي. دغه چارواکې له سمندر څخه د مهاجرو په ژغورنه کې مرسته نه کوي.

د مهاجرت د نړيوال سازمان آی او ام په وينا مديترانه د مهاجرت لپاره د نړۍ تر ټوله خطرناکه او وژونکې لاره ده. د ملګرو ملتونو دغه سازمان اټکل کوي چې تېر کال پر دغه لاره تر ۱۴۰۰ څخه زيات انسانان مړه شوي دي. په دې لړ کې د روان کال له پېل راهيسي تر ۸۰۰ له زياتو مړو خبره شوې ده.

آ./ا.ا./ن.ص.