1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتاروپا

آلماني پولیسو یوه موټر کې ۳۰ مهاجر موندلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د آلمان پولیسو په یوه موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر موندلي دي. د موټر چلوونکی چې تېښتدلی وو، اوس نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4QZCk
 آلمان،کيیفرسفیلډن: د سرحد کنټرول آلمان - اتریش
آلمان،کيیفرسفیلډن: د سرحد کنټرول آلمان - اتریشانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د آلمان پولیسو په یوه موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر موندلي دي. د موټر چلوونکی چې تېښتدلی وو، اوس نیول شوی دی.

د آلمان د زاکسن ایالت پولیسو ویاند ویلي دي چې یو موټر یې تر تعقیب وروسته د ګُرلېتڅ، په ښار کې ودراوه. ویل شوي چې په دغه ترانسپورتر، ډوله موټر کې ۳۰ تنه سپاره ول.

اړوند مطلب:

آلمان: يوه ايرانۍ پناه غوښتونکو ته د جعلي اسنادو جوړولو په تور محاکمه کيږي

د آلمان د پولیسو وياند ويلي، چې د سه شنبې په شپه کله چې پولیسو غوښتل يو موټر وپلټي، ۵۰ کلن موټر چلوونکي په ناڅاپي ډول د موټر سرعت زيات کړ او وتښتېد. زیاته شوې چې څو کيلومتره وړاندې د مارکرزودورف په سیمه کې دغه موټر د پولیسو د گزمې له يو بل موټر سره وجنګید.

اړوند مطلب:

د غير قانوني مهاجرو د مخنيوي غوښتنه

د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه پيښه کی څوک نه دی ټپي شوی. پوليسو په دغه لارۍ موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر موندلي دي. د پولیسو په خبره د دغه موټر چلوونکې نيول شوی دی.

په موټر کې د سپرو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي او په دې هکله هم معلومات نه دي ورکړل شوي چې د دغه مهاجر له کوم هیواد څخه راغلي او کوم ځای ته روان ول.