1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

جاپان ته نژدې د شمالي کوريا توغندی لګېدنې غبرګونونه راپارولي

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

شمالي کوريا يوه ورځ مخکي د قاريي راکټونو توغولو ازمويني پېل کړي وې. د معلوماتو پر اساس يو بالستيک توغندی د جاپان په ۲۰۰ کلومترۍ کي لګېدلی دی.

https://p.dw.com/p/4Jiy5
Symbolbild I Nordkorea feuert Raketen
آرشيف انځور ـ د شمالي کوريا له خوا توغول کېدونکي توغنديانځور: YNA/Yonhap/picture alliance

جاپاني چارواکو ويلی دي چي شمالي کوريا د جمعې په ورځ (۲۰۲۲ م کال د نوامبر مياشتي ۱۸) داسي توغندی توغولی دی چي د امريکا متحده ايالاتو و مرکزي سيمو ته د رسېدلو توان لري.

زياته شوې چي د شمالي کوريا يو توغندی له جاپان سره په ۲۰۰ کلومترۍ کي په سمندر کي لګېدلی دی. هغه سمندر چيري چي دغه توغندی لګېدلی دی، هغه د جاپان په اقتصادي ساحه کي راځي.

د امريکا متحده ايالاتو، سويلي کوريا، کاناډا، نيوزيلند، جاپان او آستراليا د جمعې په ورځ پر دې توافق وکړ چي د شمالي کوريا د توغندي توغولو پر ضد مشترکه اعلاميه خپره کړي. يادو هيوادونو په دې تړاو د آسيا آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان (APEC) د سرمشريزي تر څنګ بېړنی ملاقات وکړ.
د سويلي کوريا او امریکا پوځي مانورونو ته د شمالي کوريا غبرگون

رويټرز خبري آژانس خبر ورکړی چي د جاپان په وينا يادو هيوادونو د شمالي کوريا له خوا د توغندي توغول غندلي دي.

د جاپان د حکومتي اعلاميې له مخي لومړي وزير فوميو کيشيدا و شمالي کوريا ته د نورو توغنديو له توغولو او له ممکنه اتومي ازمويني څخه خبرداری ورکړی دی.

کيشيدا د شمالي کوريا له خوا د توغندي توغول په «قطعي توګه د نه منلو وړ» اقدام ياد کړی دی. له دې مخکي د جاپان د دفاعي چارو وزير ساسوکازو همادا ويلي ول چي دغه توغندی د دې وړتيا لري چي امريکا متحده ايالاتو ته ورسيږي. شمالي کوريا يوه ورځ مخکي هم يو توغندی توغولی ؤ.

روسيې د جمعې په ورځ وويل چي د امريکا متحده ايالات د مسکو د ټلوالي هيواد شمالي کوريا حوصله ازمويي. د روسيې د باندیو چارو وزارت معين سيرګې ريابکوف د روسيې دولتي رسنۍ ريا نووستي ته وويل چي روسيه د شمالي کوريا په ټاپووزمه سيمه کي د دپلوماتيک حل پلوي کوي.

د هغه په وينا البته «په نژدې وختونو کي دا روښانه شوې چي امريکا متحده ايالات او په سيمه کي د هغه ملګري بله لاره غوره بولي.» ريابکوف زياته کړې دا په داسي حال کي ده چي «د پيونګيانګ حوصله ازمويله کيږي.»

آژانسونه/ا.ا./ن.ز.