1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سويلي کوريا او امریکا پر وړاندي د شمالي کوريا غبرگون

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

شمالي کوريا د امريکا او سويلي کوريا گډو نظامي مانورونو ته د »پريکنده« ځواب ورکولو څخه خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4J9rL
U.S. Air Force B-1B Lancer
انځور: Master Sgt. Nicholas Priest/U.S. Air Force/UPI Photo/Newscom/picture alliance

دولتي خبري آژانس KCNA د پوځ د يوې بيانيې په حواله ويلی چې دغه مانورونه "څرگندي پارونې" دي. په اعلاميه کې زياته شوې چې دا ډير »يرغليز« او په مستقيم ډول شمالي کوريا ته متوجې تمرينونه په سيمه کې د »ترنګلتيا د زياتولو« هدف لري. زياته شوې چې شمالي کوريا به یې په غبرګون کې پريکړنده ګامونه پورته کړي. د شمالي کوريا حکومت په دې وروستيو کی د توغنديو يو لړ ازمويني تر سره کړي چې په ځواب کې یې متحده ايالاتو او سويلي کوريا د دوي د هوايي ځواک د "هوښيار طوفان " په نوم  تمرينونه وغځول.