1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د نړۍ په ستر اټومي قدرت د شمالي کوریا د بدلولو خوب

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د شمالي کوریا مشر وایي چې د هیواد وروستی هدف یې د نړۍ په تر ټولو ځواکمن اټومي قدرت بدلیدل دي او دې موخې ته د رسیدلو توان لري. هغه دغه څرګندونې د یوه بین القاروي توغندي تولیدونکو ته د درناوي په مراسمو کې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4K9LM
Nordkorea Kims Tochter
انځور: Korean Central News Agency/AP Photo/picture alliance

کیم جونګ اون له خپلې لور سره د دویم ځل له پاره د پوځ له چارواکو، کارپوهانو او د نظامي صنعت له یو شمیر تخنیکرانو سره په یو لړ مراسمو کې ګډون وکړ.

د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس (KCNA) د یکشنبې په ورځ ویلي چې کیم په دغو مراسمو کې هغه بالیستیک توغندی چې د تیرې جمعې په ورځ وازمایل شو د نړۍ تر ټولو ځواکمنه ستراتیژیکه وسله بللې ده.

د حکومتي سرچینو په حواله په تازه ګۍ سره د هواسونګ-۱۷ بالستیک توغندیو له نسل څخه چې د اټومي سرګلولو د لیږد توان لري یوه آزموېنه ترسره شوې ده.

د کیم جونګ اون په وینا د دې توغندي ازمایښت چې د خپل ډول تر ټولو پرمختللی هغه دی، د نړۍ تر ټولو ځواکمن اټومي پوځ د جوړولو له پاره د شمالي کوریا د غښتلې ارادې او توانمندۍ ښکارندویي کوي.

اړوند: جاپان ته نژدې د شمالي کوريا توغندی لګېدنې غبرګونونه راپارولي

نوموړي زیاته کړه د شمالي کوریا کارپوهانو پر بالیستیک توغندیو د اټومي سرګلولو د نصبولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او ثابته کړې یې ده چې دغه هیواد د اټومي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان لري.

په یوه اونۍ کې د دویم ځل له پاره د کیم د لور څرګندیدل

تر اوسه پورې په نظامي مراسمو کې له خپل پلار سره د کیم جونګ اون، د لور د را څرګندېدو علت روښانه شوی نه دی، خو دې بې ساري اقدام او په یوه اونۍ کې دوه ځله تکراریدو یي د خلکو پام ځانته را اړولی دی.

د شمالي کوریا د ۳۸ کلن مشر د خصوصي ژوند په اړه ډیر معلومات شتون نه لري. د سویلي کوریا د رسنیو په حواله نوموړی دری اولادونه لري چې په ۲۰۱۰، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې زیږیدلي دي.

شمالي کوریا یو د نړۍ له تر ټولو منزوي هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې اقتصادي وضعیت یي د بندیزونو او د وسلو جوړولو د ډیرو لوړو لګښتونو له کبله ډیر خراب دی.

اړوند: پوتین او کیم جونک اون ، شي جین پینگ ته تبریکي وویله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۰۰۶ کال را په دې خوا تر اوسه پورې د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو آزموېنو له کبله تر ۱۰ ډیر پریکړه لیکونه تصویب کړي دي.

د دې شورا اکثریت غړو د شمالي کوریا د وروستيو بین القاروي توغندیو آزمایښت غندلی دی، خو د چین او روسیې د مخالفت له کبله یي په دې اړه کومه مشترکه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې لور سره
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې لور سرهانځور: KCNA via REUTERS

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له خوا د خپل نوي توغندیز ازمایښت د غندل کیدو په غبرګون کې هغه د امریکا د لاس آله یا نانځکه بللې ده.

ګمان کیږي چې شمالي کوریا سږ کال د نږدې، متوسط او لیري واټن شاوخوا ۳۰ توغندي آزمایلي دي چې د تیرې اونۍ توغندیزه ازموېنه یي تر ټولو ځواکمنه هغه وه.

داسې ښکاري چې د شمالي کوریا د توغندیزو ازموېنو په زیاتوالي او نظامي قدرت ښکاره کولو په برخه کې به د چین د ولسمشر شي جین پینګ ملاتړ بې اغیزې نه وي.

شي، د شنبې په ورځ اعلان وکړ اراده لري چې د «نړیوالې سولې» په هکله د شمالي کوریا سره همکاري وکړي. د KCNA خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د چین ولسمشر په یو پيغام کې کیم ته ویلي دي چې پکينګ تیار دی چې د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او ودې په برخه کې له پیونګ یانګ سره همکاري وکړي.

د نوي توغندي د آزموېنې په هکله د امریکا غبرګون

شمالي کوریا په پرله پسې ډول د بالیستیکو توغندیو آزموېنه د لویدیځو هیوادونو د هغو په راس کې د امریکا د ګواښونو پر وړاندې غبرګون بللی دی. ويل کيږي هغه توغندی چې د جمعې په ورځ یي ازمویلی دی کولی شي د امریکا په خاوره کې اهداف په نښه کړي.

په همدې حال کې د امریکا حکومت د دغه هیواد د ولسمشر جو بایډن په نقل وایي چې د شمالي کوریا نوې ازموېنه د خپل هیواد له پاره خطر نه ارزوي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د عمومي اړیکو مشر جان کربي، وایي چې د شمالي کوریا د بین القاروي توغندیو د آزموېنې سربیره، امریکا هغه د خپل هیواد پر وړاندې د مستقیم ګواښ په توګه نه طبقه بندي کوي.

خو زیاته یي کړه چې شمالي کوریا له خپلې هرې توغندیزې آزموېنې سره په دې برخه کې خپله تخنیکي پوهه زیاتوي او دا مسئله د انديښنې وړ ده.

د رویټرز خبري آژانس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یي پټ ساتل شوی دی، ویلي دي چې امریکا اراده لري له چین څخه غوښتنه وکړي چې پر شمالي کوریا له خپل نفوذ څخه په استفادې سره دې د دغه هیواد د انديښنې وړ فعالیتونو د دوام مخه ونیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص