1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياهالند

محکمې د ۵۵۰ ماشومانو پلار د سپرم له نورو بسپنو منع کړ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

د هالنډ يوې محکمې پر يو داسي کس د خپل سپرم د په بسپنه ورکولو بنديز لګولی دی، چې په بيولوژيکي توګه له ۵۵۰ څخه د لا زياتو ماشومانو پلار دی. خو ولې او اندېښنه څه ده؟

https://p.dw.com/p/4Qi6Q
Sperma nähert sich der Ei-Visualisierung
انځور: Joshua resnick/PantherMedia/IMAGO

محکمې امر کړی دی چې يو ۴۱ کلن هالنډی نور اجازه نه لري چې له دې وروسته خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي. د ملاتړ يو سازمان او يوې داسي مور چې ماشوم يې د دغه کس د سپرم په بسپنه پيدا شوی و، په محکمه کې عرض کړی و. هغوی غوښتنه کړې وه چې دغه کس دې له دې منع کړل شي چي له دې وروسته خپل نور سپرم د بسپنې په توګه ورکړي.

حقوقي دعوا کوونکو په خپل استدلال کې هغه طبي لارښوونې ښودلي دي چې له مخې يې د سپرم يو بسپنه ورکوونکی نبايد چې په ۱۲ کورنيو کې تر ۲۵ څخه د زياتو ماشومانو بيولوژيکي پلار شي. دا طبي لارښوونه ځکه مهمه بلل کيږي چې له يو کس څخه په زيات شمير د بيولوژيکي ماشومانو د زېږېدو او بيا د ناخبرۍ په حالت کې د هغوی تر خپل د ودونو کولو او ماشومانو زېږېدلو مخه ونيوله شي.

دغه هم ولولئ: په خوست کې د اولادونو بهرته لېږل سیالي که مجبوريت؟

د هالنډ د هاګ اړونده محکمې په خپله فيصله کې ياد کس له دې منع کړی دی چې نور خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي. محکمې هغه د ۱۰ زرو يورو په جريمه ګواښلی دی که يې د محکمې له دغه امر څخه سرغړونه وکړه.

تخصص لرونکي کلينيکونه په مصنوعي توگه د ښځې تخم مثمره او بيا يې په بطن کې نسبوي
تخصص لرونکي کلينيکونه په مصنوعي توگه د ښځې تخم مثمره او بيا يې په بطن کې نسبويانځور: Cigdem Simsek/Zoonar/picture alliance

د سپرم ورکوونکي په هکله څه معلومات شته؟

رسنيو ياد کس ۴۱ کلن او د هالنډ وګړی بللی دی. په راپورونو کې صرف د هغه لومړی نوم يوناتان ذکر شوی او د معلوماتو د محرموالي په خاطر يې صرف د تخلص لومړی توری «م» راوړی دی. د هغه په هکله ويل شوي چې نور نومونه يې هم کار کړي دي.

د راپورونو پر اساس ياد کس له ۲۰۰۷ کال راهيسي و داسي کلينيکونو ته خپل سپرم د بسپنې په توګه ورکړي دي، چې په مصنوعي توګه د القا يا د مېرمنې د هګۍ سره د نارينه د سپرم يوځای کولو خدمات وړاندي کوي. زياته شوې چې دغه کس د سپرم د بيلو زيرمتونونو له لاري و بې شمېرو بې اولاده جوړو ته خپل سپرم ورکړي چې په مرسته يې ماشومان وزېږوي.

دغه هم ولولئ: د بیوزلۍ له امله د لوږې څخه د ځان ژغورولو په موخه واده کول

د راپورونو پر اساس د دغه کس د سپرم په مرسته صرف په هالنډ کې په بيلو کلينيکونو  او خصوصي ځايونو کې تر ۱۰۰ څخه زيات ماشومان زېږول شوي دي.

قاضۍ ويلي دي چې دغه کس و ډنمارکي کلينيک ته هم د خپل سپرم بسپنه ورکړې وه. هغه زياته کړې چې نوموړي په بيلو هيوادونو کې و بيلو شخصي ادرسونو ته هم خپل سپرم لېږلي دي.

ياد کس ځکه په دغه کار بريالی شوی دی، ولي چې د سپرم د بسپنه ورکوونکو په هکله کومه مرکزي معلوماتي زېرمه نشته. د دغه کس وکيل ويلي دي چې مؤکل يې غوښتل چې د بې اولادو جوړو سره مرسته وکړي.

محکمې د څه شي امر کړی دی؟

محکمې ويلي دي چې يوناتان م. په قصد سره د سپرم ترلاسه کوونکو مېندو او پلرونو ته په دې هکله ناسم معلومات ورکړي دي چې هغه څو ځله سپرم بسپنه کړی يا يې په مرسته څو ماشومان زېږېدلي دي.

د محکمې ښځينه قاضۍ تېرا هېسېليک په خپل حکم کې ويلي دي چې ياد کس له دې وروسته نوره اجازه نه لري چې خپل سپرم نورو مېندو او پلرونو يا کلينيکونو ته ورکړي. قاضۍ ويلي دي چې له دغه کس څخه د زېږېدلو ماشومانو کورنۍ اوس له دې حقيقت سره مخامخ دي چې ماشوم يې په بيولوژيکي توګه د سلونو نورو ماشومانو خور يا ورور دي. په وينا يې دا په داسي حال کې چې دغو مېندو او پلرونو دغه وضعيت پخپله نه دی انتخاب کړی.

محکمې دا اندېښنه تائيد کړې ده چې د دغه کس د زياتو ماشومانو تر منځ د هويت د ستونزو تر څنګ د ممکنه خپلوانو سره ودونه هم د ناروغيو د خپرېدو سبب کېدلای شي. دغې محکمې تورن کس دې ته رابللی دی چې د ټولو هغو کلينيکونو او د سپرم د بانکونو نومونه ورته روښانه کړي، چې ده ورته خپل سپرم ورکړي دي.

مېندو او وکيلانو د محکمې د حکم هرکلی کړی دی

د ياد کس د سپرم په مرسته مور کېدونکې يوې مېرمنې چې نوم يې «ايفا» ښودل شوی دی، ويلي دي چې د محکمې له پرېکړي خوشاله ده. هغې ويلي دي چې د دغه کس د سپرم بسپنې په ځنګل کې د اور په شان نورو هيوادونو ته هم رسېدلي دي.

دغې مېرمنې پر يوناتان ږغ کړی دی چې هغه بايد ماشومانو او کورنيو ته مزاحمت ونکړي او بايد ورسره تماس ونه نيسي.

دغه هم ولولئ:آلمان: يوه مور د خپلو پنځو اولادونو د وژنې له کبله په جزا محکومه شوه

د مارک دې هېک په نوم په دغه قضيه کې ښکېل يو وکيل هم د محکمې فيصله ستايلې ده. هغه ويلي دي چې دا فيصله په پراخه اندازه د سپرم د بسپنه ورکوونکو نورو کسانو لپاره هم يو خبرداری دی.

په هالنډ کې ياده افتضاح د خپل نوعيت تر ټولو وروستۍ پېښه ده. له دې مخکې په ۲۰۲۰ کال د مېرمنو يو ډاکټر په دې تورن شو چې حد اقل ۱۷ ماشومان يې په خپل سپرم زېږولي ول. دا په داسي حال کې چې د دغه ډاکټر تر درملنې لاندې و اولاد غوښتونکو مېرمنو ته ويل شوي ول، چې د سپرم ورکونکی يو نامعلوم کس دی.

کال مخکې بيا په روتردام کې يو ډاکټر تورن شو چې حد اقل ۴۹ ماشومان يې داسي زېږولي چې هغه مېرمنې چې ده ته د درملنې لپاره ورتلې، ده به په پټه پکښي خپل سپرم اچولی.

آ./ا.ا./ن.ص.