1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه مور د خپلو اولادونو د وژنې له کبله په جزا محکومه شوه

۱۴۰۰ آبان ۱۳, پنجشنبه

د يوې مور له خوا د خپلو اولادونو د وژلو دا پېښه د آلمان په زولنګن ښار کې شوې وه. پر دغې ۲۸ کلني ښځې تور لګول شوی وو چې له يوې بلې ښځې سره يې د خپل ميړه د عکس تر ليدو وروسته خپل ماشومان بې هوښه کړي او بيا یې خفک کړې ول.

https://p.dw.com/p/42Zxs
Deutschland | Plädoyers im Prozess um Solinger Kindermorde
انځور: Oliver Berg/dpa/picture alliance

د آلمان په لوېديځ کې يوې محکمې د پنجشنبې په ورځ يوه ۲۸ کلنه ښځه له خپلو شپږو اولادونو څخه د پنځوو اولادونو د وژنې له کبله په عمري بند محکومه کړه.

محکمې څه ويلي؟

قاضي دا وژنې «يوه ډېره خواشينونکې پيښه» او د جرم کچه يې ډېره لوړه وبلله. دا په دې معنا ده چې دا ښځه به پنځلس کاله په بند کې تر تيرولو وروسته هم د دې اجازه ونه لري چې د مشروطې بخښنې يا آزاديدو غوښتنه وکړي.

دا ښځه تورنه وه چې په خپل کور کې یې لومړی خپل اولادونه بې هوښه کړي او بيا یې د لمبا په ټپ کې خفک کړې ول. د دې ماشومانو ستر یې ۸ کلن او تر ټولو کوچنی یې ۱۸ مياشتنی وو.

مشر زوی یې چې هغه وخت يولس کلن وو، له دې کبله ژوندی پاته شوی وو چې د پېښې پر وخت په کور نه وو. دغي کورنۍ په زولنګن ښار کې ژوند کاوه.

د محاکمې په ترڅ کې دغه ښځه پر هغې د لګول شويو تورونو په اړه خاموشه وه او د اولادونو تر وژنې وروسته یې هڅه وکړه چې د ريل ګاډي مخې ته په ځان اچولو سره خپل ژوند هم واخلي.

آلمان: دوه افغان نارينه د خپلې خور د وژلو په تور نيول شوي

داسې انګيرل کیږي چې هغې له خپل مېړه سره د هغه د ژوند د نوې ملګرې د انځور تر ليدو وروسته خپل اولادونه وژلي وي. د رپوټونو پر اساس هغې د پېښې په ورځ د يوه متني پېغام په استولو سره خپل مېړه ته ويلي ول چې اولادونه به دې هيڅکله بيا ونه ګورې.

د برائت غوښتنه

د تورنې وکيل د جرم په اړه د شواهدو د نه شتون له کبله هغې ته د برائت د ورکړې غوښته وکړه. وکيل همدا راز توصيه وکړه چې د برائت نه ورکولو په صورت کې دې نوموړې د وژنې د هڅې په تور په اته کلن بند محکمه شي چې دا بند دي له رواني درملنې سره هم مل وي.

خو د محکمې له خوا د ټاکل شوي کارپوه په حواله دغه ښځه په کومه شديده رواني ناروغۍ اخته نه وه. دې پېښې ټول آلمان لرزولی او ډېر خلک د دغو ماشومانو پر وژنه د خفګان څرګندولو او د هغوی په ياد په زولنګن ښار کې سره راټول شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: