1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ممکن د سه شنبې په ورځ هغه ونیول شي. ترمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یوې هنرمندې ته په غیر قانوني ډول د ۳ میلیونه ډالرو په ورکولو تورن دی.

https://p.dw.com/p/4OyFG
USA | New York bereitet sich auf eine mögliche Festnahme von Trump vor
نیویارک د ترمپ د ممکنه نیول کیدو په صورت کې مظاهرو ته تیاری نیسيانځور: David Dee Delgado/REUTERS

د امریکا پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ تور لگول کیږي چې په ۲۰۱۶م کال کې یي د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د پورن یا لوڅو فلمونو یوې هنرمندې سټورمي ډینیئلز ته له ده سره د جنسي اړیکو درلودلو په هکله د چپ پاتې کیدو په بدل کې په غیر قانوني ډول ۳ میلیونه ډالره ورکړي و.

ترمپ تر دوه کلن بندیز وروسته بېرته فیسبوک ته راوګرځېد

نن د سه شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۱ نیټه) ښايي ترمپ د نیویارک په مینهیټن محکمه کې تورن او پر ضد یې اقامای دعوی ثبت شي.

ترمپ دا تورونه رد کړي، خو که د ولسوالۍ څارنوال ایلون برګ هغه تورن کړي، نو هغه به د امریکا په تاریخ کې لومړنی پخوانی ولسمشر وي چې له دې ډول وضعیت سره مخامخ کیږي.

USA | Ex-Präsident Donald Trump bei der NCAA Wrestling Championships
د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ ښای د مارچ په ۲۱ نیټه له اقامای دعوی سره مخامخ شيانځور: Sue Ogrock/AP/picture alliance

ترمپ په تیرو ورځو کې انديښنه څرگنده کړې وه چې کیدای شي د سه شنبې په ورځ هغه ونیول شي. نوموړي پر خپل پلویانو غږ کړی وو چې په هغه صورت کې دې بیا سړکونو ته را ووځي او پر احتجاج دې لاس پورې کړي. د ترمپ یوې پلوي ډلې د «ملي اعتصاب» غوښتنه کړې ده.

د ترمپ د دې غوښتنې په پام کې نیولو سره قانون پلي کوونکو ادارو د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر شدید امنیتي تدابیر نیولي او د ترمپ د مخالفینو او پلویانو ترمنځ د ممکنه نښتو رامنځته کیدو سره د مقابلې له پاره چمتووالی نیسي.

په اصل کې ترمپ پر خپلو پلویانو ټینگار کړی وو چې «احتجاج وکړي او خپل هیواد بیرته ترلاسه کړي». دې شعار چارواکو ته نوي ستونزې را ولاړې کړي دي، ځکه د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پيښې ور په یادوي، کله چې د ترمپ پاریدلو پلویانو له تشدد او تاوتریخوالي څخه په استفادې د امريکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.

ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي

ترمپ اراده لري چې د ۲۰۲۴م کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا ځان کاندید کړي. په داسې یو وخت کې که هغه تورن شي، نو دا به د جمهوري غوښتونکو له پاره هم یوه آزموېنه وي چې له هغه څخه ملاتړ وکړي او که نه.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص