1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې دکډوالو راتګ «تهاجم» وباله

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

د بريتانیا کورنیو چارو وزیره له هغه وروسته د سختو نیوکو سره مخ سوه چې خپل هیواد ته یې د کډوالو ورتګ د یوې «تهاجم» په توګه یاد کړ. قانون جوړوونکو د مهاجرو په وړاندې د «پاروونکي» ژبې د استعمال د خطر په اړه خبرداری وركړی.

https://p.dw.com/p/4Iy4p
Großbritannien | Suella Braverman
انځور: Amanda Rose/Avalon/Photoshot/picture alliance

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره چې د امنیتې قوانینو د سرغړوني تر اعتراف وروسته د خپلې دندې د ساتلو له پاره مبارزه کوي، د دوشنبې په ورځ پارلمان ته وویل چې په دې هڅه کې ده چې د بریتانیا «جنوبي ساحل باندې د [پناه غوښتونکو] تهاجم» په اړه د مانش کانال له لارې د کوچنیو کښتیو په واسطه د مهاجرو ورتګ بند کړي.

رابرت جنریک چې د بریتانیا د کډوالو په چارو کې وزیر دی او وزارت یې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت برخه ده، ویلي دي چي په روان کال کې د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته نږدې ۴۰ زره پناه غوښتونکي ورغلې دي. هغه زیاته کړه چې د هغه د رئیسې یعنې د کورنیو چارو د وزیرې خبرې دا په ګوته کوي چې دا یوه ستره ننګونه او د شمیر له پلوه یو نوی ریکارد دی. هغه وویل: «زه فکر کوم په دې موقف کې باید تاسو په هوښیارۍ سره اصطلاحات انتخاب کړئ او موږ نه غواړو چې د پیښو داسې یو تکرار ووینو لکه په ډاوور کې چې څه پیښ سول.»

کاناډا د مهاجرینو د منلو له پاره ستر پروګرام اعلان کړ

سویلا براورمن تیره اونۍ د وزارت د قوانینو د ماتولو او وروسته له هغې چې له خپل شخصي ایمیل یا بریښنالیک څخه یې یو حساس دولتي سند لیږلی وو، استعفا ته اړ شوې وه. نوموړې تر استعفا شپږ ورځې وروسته اوس د بریتانیا د لومړي وزیر ریشی سوناک له لوري بیا ځلې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

نوموړې همدا راز د کډوالو په یوه جلا مرکز کې د کډوالو د نیولو په برخه کې حقوقي سپارښتنو ته په نه غوږ نیولو او د استوګنې کافې ځایونو د نه رامنځ ته کولو له کبله هم له تورنو سره مخامخ شوې، داسې تورونه چې هغې رد کړي دي.

په بریتانیا کې د مهاجرینو یو کمپ
په بریتانیا کې د مهاجرینو یو کمپ انځور: Gareth Fuller/PA Wire/picture alliance

د بریتانیا د حاکم محافظه کاره ګوند یو قانون جوړونکي راجر ګیل، چې براورمن هم د دې ګوند غړې ده، ویلي چې پخوانیو وزیرانو د کډوالو له پاره د اوسیدو ځایونه په هوټلونو کې اماده کړي، خو کله چې نوموړې مسولیت په لاس کې اخیستی دا چاره دریدلې ده. هغه د ټایمز راډیو ته وویل: «زه د دې هیواد د وزیر په خبرو باور او اعتماد نلرم. هغه په حقیقت کې د ښي اړخو کسانو کارونو ته علاقه لري.»

په کینت کې د منسټون په سیمه کې د تیرې اونۍ شرایط د ډیویډ نیل لخوا چې د سرحدونو او مهاجرت په برخه کې خپلواک جګپوړی تفتیش کوونکی دی، «له ناورینه ډک» بلل سوی دی. په دې پیښه کې د راپورونو په حواله، خلک په ځمکه ویده سوي، ځینو کسانو ته د تیلیفون اجازه نه وه ورکړل سوې او دا اجازه یې هم نه لرله چې د تشناب پرمهال د تشناب دروازه په بشپړه توګه وتړي.

رابرت جانریک د بریتانیا د کډوالو چارو وزیر
رابرت جانریک د بریتانیا د کډوالو چارو وزیر انځور: Yui Mok/empics/picture alliance

په پام کې ده چې شاوخوا ۱۵۰۰ کډوالو ته باید له ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې د استوګنې د ځای بندوبست وشي. خو د دوی شمېر تر دوه چنده زیات سوی دی، داسې چې یوه افغانه کورنۍ وایی د ۳۲ ورځو راهیسې هلته دي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سوئلا براورمن د دې هیواد پارلمان ته وویل: «راځئ داسې ښکاره کړو چې ټول کډوال په خورا بد وضعیت کې دي خو  ټول هیواد پوهیږي چې دا حقیقت نه لري.»

مهاجرت: برلین او بروکسل پر صربستان باندي فشار لوړوي

د بریتانیا د حکومت مخالف کارګر ګوند د داخلي چارو ویاند ایوت کوپر، وویل دا راز ویناوې د حکومت د کړنو سره سم لا پسې بدې شوي دي. هغه وویل: «د کورنیو چارو هیڅ وزیر چې د عامه امنیت او ملي امنیت په اړه جدي وي، په ډاوور کې د مهاجرینو د منلو په لومړني مرکز باندې د خطرناکه پطرولي بم تر برید ورځ وروسته، ډیره پاروونکې ژبه نه کاروي.»