1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

مهاجرت: برلین او بروکسل پر صربستان باندي فشار لوړوي

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د بالکان له لاري د مهاجرینو د تعداد ډیریدو او راتلو ته په کتو سره جرمني او د اروپا د اتحادیې کمیسارۍ پر صربستان باندي فشار ډیر کړی، تر څو مهاجرینو ته د ویزې ورکولو په مقراراتو کي سختي رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4IEos
Serbien, Subotica | Flüchtlingslager
انځور: Krystian Maj/ZUMA/picture alliance

د جرمني داخله وزیري، نېنسي فیزر په لوکسامبورګ کي د اروپا د اتحادیې د داخلي مسایلو د کمیساري سره د لیدني کتني پر مهال غوښتنه وکړه، چي« صربستان باید اوس د ویزې ورکولو خپل مقررات تغیر کړي». 
د اروپا د اتحادیې د داخلي مسایلو کمیساري، یلوا یوهانسن د فشار د آلې په حیث دا د امکان څخه لیري ونه بلله، چي اتحادیې ته به په ورداخلیدو کي صربانو ته مشکلات رامنځته کړي. په خبره یې «موږ مجبوره یو د مهاجرین هجوم متوقف کړو».
د اروپا د دباندني سرحد د ساتني آژانس، فرونټکس د ارقامو پراساس د همدې عیسوي کال د شروع څخه تراوسه پوري د بالکان د لاري تر ۱۰۶۰۰۰ اضافه مهاجر په غیر قانوني ډول سره د اروپا اتحادیې ته داخل سوي، چي دا د تیر کال عین وخت په نسبت ۱۷۰ فیصده لوړوالی ښيي او تر ۲۰۱۶ کال راوروسته تر ټول ډیر.