1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

په هرات کې یو شمېر ښځې چې د خوراکي توکو د تولید او پروسس په یوه مرکز کې کار کوي، اندېښنه لري چې د طالبانو له خوا به د دغه مرکز فعالیتونه ودرول شي. دوی وایي چې دا ورته د ژوند د لګښتونو پوره کولو یوازنۍ سرچینه ده.

https://p.dw.com/p/4MQcH
Afghanistan Lebensmittelverarbeitungszentrum in der Provinz Herat
انځور: Akbari

د «هریوا» په نوم د خوراکي توکو د پروسس په دغه مرکز کې ښځې د روميانو رب، مربا، اچار، کیکونه او وچ کړل شوي سابه د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د یاد مرکز مشره لطیفه اکبري وایي چې اوس مهال دې مرکز کې ۱۲ ښځي پوره او ۳۶ یې په موقت ډول کار کوي او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي. نوموړې زیاتوي: «موږ و توانیدو چې په دغه مرکز کې د ۱۷ ورځو په موده کې ۹۰۶ کیلو ګرامه رب پروسس او تولید کړ او د افغانستان نورو ولایتونو ته یې ولیږدوو، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې د بازار او مارکیټنګ د نشتوالي له کبله له جدې ستونزو سره مخ شوي یوو.»

افغانه سوداګره: د طالبانو په واکمنۍ کې هم خپل کار ته ادامه ورکوم

مېرمن اکبري په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو سوداګرو پر فعالیتونو لګول شوي وروستي محدودیتونو ته اندېمښنه ده.هغه وایي: «په خدای قسم چې شپه او ورځ اندېښمنه یم چې زموږ مرکز به وتړل شي، ځکه په دې مرکز کې ټولې کارکوونکې د خپل کور نفقه پر غاړه لري او بل عایداتي سرچینه هم نه لري. دوی ولي ښځې له کار څخه منعې کوي؟»په همدې حال کې د «هریوا» په مرکز کې ښځینه کارکوونکي په دې خوښې دي چې په کار بوختې دي.د یاد مرکز یوې کارکوونکې فریبا چې مخکې یې د آرایشګرۍ حرفه لرله. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اړ شوه چې خپل مسلک پرېږدي. هغې زیاته کړه: «زما مېړه ریکشا لري خو د بې روزګارۍ له کبله پر کور ناست دی.»

امنیت شورا د طالبانو له خوا د ښځو کار د منع کیدو په اړه بحث کوي

نوموړې وایي: «وروسته له هغې چې مې د آرایشکرۍ مسلک پرېښود د خراب اقتصادي وضعیت او په ژوند کې د ډېرو ستونزو له زغملو وروسته مې د خوراکي توکو په دغه مرکز کې دنده پیدا کړه. اوس په دغه مرکز کې کار کوم او په خپل میاشتنې کم معاش باندې د کور لګښتونه تر یو حده پوره کوم.»د دې مرکز یوه بله کارکوونکې چې نوم یې وزېرو دی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د کارګرو مېرمنو د فعالیتونو مخه ونه نیسي ترڅو له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابر کړي.

وزیرو وایي: «د ژمي په موسم کې د هوا له خرابوالي او د ژوند د ډېرو کمو امکاناتو په لرلو سره زموږ عاید هم ډېر کم دی. تر دې کچې پورې چې تېره میاشت مې تر درو زرو افغانیو کم کار کړی و، خو زما له پاره مهمه دا ده چې د خپل ځان او ټولنې له پاره خدمت کوم.»

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین وايي چې د طالبانو د ادارې له خوا په دې وروستیو کې لګول شوي محدودیتونه د دې لامل شوي چې سوداګري ښځي د کار کولو انګیزه له لاسه ورکړي.د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالې بهناز سلجوقي دویچه ویله ته وویل: «اوس له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ پورې ښځې په بېلابېلو برخو کې په خپلو کاروبارونو بوختې دي او یو شمېر نورو ښځو ته د کار شرایط برابر شوي دي. خو د دوی کارونه د خپل مسلک د له لاسه ورکولو له وېرې له اندېښنو سره تړلي دي.»

خیر پښتوخوا: کاروبار لرونکي ښځې د باج اخیستونکو له خوا ګواښل کیږي

نوموړې زعفران یا سره طلا؛ د افغان میرمنو له عایده ډک کاروبارهمداراز زیاته کړه: «وروسته له دې چې پوهنتونونه د ښځو پر مخ وتړل شول، د بېلابېلو پوهنځيو زياتي محصلینې د کاري چاپېريال د برابرولو په موخه په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ نهادونو ته مخه کړه ترڅو له يوې خوا د هغوى زيانمن شوى مورال ښه شي او له بلې خوا له دې لارې عاید ترلاسه کړي.»

د افغانستان په لوېديځه حوزه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيالې د پېرېدونکو او بازارونو نشتوالى د سوداګرو ښځو پر وړاندې يوه بله ننګونه یادوي چې په هېواد کې د اقتصادي بحران یوه برخه ده. طالبان په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته پر ښځو ډېر بندیزونه لګولي او په دې وروستیو کې په ځينو ولایتونو کې هټیوالو ښځو ته ویلي دي چې خپل دوکانونه وتړي.