1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د مقاومت جبهې په رښتيا د بدخشان شکي ولسوالي نيولې ده؟

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د مقاومت ملي جبهې ادعا کړې ده، چي د بدخشان ولایت شکي ولسوالۍ يې له یو شمیر طالب سرتیرو سره یوځای نیولې ده، خو طالبان دا خبره نه مني او یوه اوازه يې بولي.

https://p.dw.com/p/4HjNn
د بدخشان ولایت یوه څنډه
د بدخشان ولایت یوه څنډه انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تېره شپه يې د بدخشان ولایت د شکي ولسوالي له طالبانو څخه نیولې ده. هغه زیاته کړې ده: «د بدخشان ولایت د شکي ولسوالۍ فتح سوه، ولسوال يې له لسو نورو طالبانو سره یوځای د ملي جبهې ځواکونو ته په لاس ورغلی.»

اړوند: طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي
په ټولیزو رسنیو کي ځیني داسي ویډیوګاني لاس په لاس کېږي، چي پکښي معلومیږي، د شکي ولسوال مولوي محمد اکرم د ملي جبهې مقاومت لخوا نیول سوی او په دې ویډیو کي وايي: «زه د ملي مقاومت جبهې لخوا په کمین کي ونیول سوم او هغوی ماته هیڅ بې احترامي نه ده کړې، وهلی او ټکولی سوی نه یم.»

یو طالب سرتیری د ګزمې په حال کي
یو طالب سرتیری د ګزمې په حال کي انځور: AFP


شکي د بدخشان یوه لیري غرنۍ ولسوالي ده او شپږ میاشتي کېږي، چي له مرکز فیض آباد سره يې ټولي د تګ راتګ لاري تړلي دي. 
د بدخشان ولایت یوه سپين ږیري، چي د طالبانو له ویري نه غواړي، نوم يې په راپور کي یاد سي، ډویچه ویله ته وویل: «د ملي مقاومت جبهې لخوا د شکي ولسوالۍ نیول رښتیا دي او تېره شپه يې سقوط کړی دی.»

اړوند: د پنجشیر د جګړې په هکله د طالبانو او مقاومت جبهې ضد او نقیض ادعاوې
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسؤلين بیا د شکي ولسوالۍ نیول نه مني اودا یوه اوازه ګڼي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ټویټر پر پاڼه لیکلي: «موږ دا اوازې درواغ او بې بنسټه بولو او په کلکه يې ردوو.»

شکي د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کي هغه پرته ولسوالۍ ده، چي له تاجکستان سره هم پوله لري.           

اړوند: طالبانو د پنجشیر ولایت د نیولو ادعا کړې
خو هشت صبح ورځپاڼه نن، سه شنبه لیکلي چې نن سهار طالب ځواکونو شکي ولسوالۍ له ملي مقاومت جبهې څخه بیرته ونیوله . 

دمقاومت جبهي مشر په خبري ناسته کي
دمقاومت جبهي مشر په خبري ناسته کي انځور: Naser Ahmadi/DW


تر دې وړاندي د ملکي ځواکونو لخوا د نورستان ولایت د دوآب او منډول ولسوالیو د نیولو خبرونه هم د افغانستان په سیمه ییزو رسنیو کي خپاره سوي ول. 

په راپورونو کي راغلي ؤ له هغه ورورسته، چي «د منډول ولسوالۍ لپاره د مخکني دولت امنیه قومندان د طالبانو لخوا تر نیول کیدو وروسته په شکنجه کي ژوند له لاسه ورکړ، خلک په قهر سول او پر طالبانو يې برید وکړ، هغوی د یادي ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیوی.» خو طالبانو بیا د خلکو لخوا د منډول ولسوالۍ نیولو خبره هم رد کړې وه.