1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنجشير کې د اتو طالبانو د وژلو ادعا

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

په پنجشیر کې د طالبانو مخالفې ډلې ويلي دي چې طالبانو تیره شپه پر دوی حمله کړې چې د مقاومت په نتيجه کې اته طالبان وژلي دي. د دغې ډلې يوه غړي وويل چې طالبانو ممکن دغه برید د پنجشیر د دفاعي ځواک د معلومولو له پاره کړی وي.

https://p.dw.com/p/3zivK
Afghanistan, Panjshir  | Widerstand gegen die Taliban
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې ډلې ویاند، فهیم دشتي وايي چې طالبانو دغه حمله د پنجشیر په لويديځه دروازه کې د دوی پر ځواکونو کړې ده. دشتي چې د پنجشیر د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود له نژدې کسانو څخه دی، خپلو جنګیالیو ته د ملی مقاومت ځواکونو نوم کاروي.

دشتي ادعا کړې چې په دغه نښته کې يې اته طالبان وژلي او همدا شمیر نور يې ټپيان کړي. دشتي وايي چې د دوی هم دوه کسان ټپیان شوي دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله، دشتي ويلي دي چې ممکن طالبانو دغه حمله د يو آزمايښت په توګه کړي وي تر څو يې د پنجشير دفاعي ځواک معلوم کړي وي. دغه آژانس زیاتوي چې تر اوسه بریالي شوي نه دي چې په دې اړه د طالبانو د ویاند نظر هم واخلي.

د مسعود زوی، احمد مسعود چې په پنجشیر کې يې د طالبانو ضد يوه جبهه اعلان کړې د ستونزې د حل له پاره طالبانو ته د مذاکرې وړانديز کړی، خو هغه په عین حال کې ویلي دي چې که چېرته طالبان پر پنجشیر حمله کوي دوی به يې پر وړاندې مقاومت وکړي.

پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې تر اوسه طالبانو نه دی نیولی. طالبانو د اګست مياشتې پر ۱۵مه د نورو ولایتونو د نیولو په ادامې کابل هم ونیوه. طالبانو پنجشیر ته خپل د پام وړ ځواکونه استولي خو دواړو خواوو د جګړې د مخنيوي له پاره هڅې پيل کړي تر څو د خبرو له لارې جوړجاړی ته ورسیږي.