1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغانستان بیا هم د نړۍ تر ټولو خواشینی هيواد دی

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

د ګالوپ موسسې کلنۍ رپوټ ښيي چې په ۲۰۲۲م کال کې افغانان بیا هم د نړۍ تر ټولو خواشیني خلک دي.

https://p.dw.com/p/4TGPR
افغانستان / کابل ښار
افغانستان / کابل ښارانځور: Xinhua/IMAGO

افغانستان له ۲۰۱۷م کال راهیسې هر کال د نړۍ تر ټولو خواشینونکی هيواد بلل شوی دی، خو په ۲۰۲۲م کال کې دا کچه لاپسې لوړه ښودل شوې ده.

د ګالوپ موسسې د رپوټ پر بنسټ، افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د مثبت احساس له اړخه د نړۍ په کچه تر ټولو لږ ۳۴ نمرې ترلاسه کړي دي.

په رپوټ کې راغلي دي: «په ۲۰۲۱م کال کې له کله چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړ، د افغانانو ژوند لا پسې ناوړه شوی دی.»

رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۹۸ سلنه افغانانو خپل ژوند خورا له بې وزلۍ او رنځ ډک ښودلی. خو په ۲۰۲۱م کال کې دا سلنه ۹۴ وه.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ګالوپ موسسې په وینا، افغانانو د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم د ښه ژوند چندانې ښې تجربې نه لرلې، خو له ۲۰۲۱م کال وروسته دا ناهیلي لاپسې ډېره شوې.