1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سخته لوږه، شمېر تر ۱۵ میلیونو واوښت

۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې خبرداری ورکړی دی چې د خوړو ناخوندېتوب سره مخ ۱۵،۵ میلیونه افغانانو له ډلې تر ۲ میلیونه ډېر یې په سخت حالات کې دي.

https://p.dw.com/p/4Ssuf
 افغانستان کې لوږې او بې وزلۍ ۸۴۰ زره مېندوارې مېرمنې آغیزمنې کړي
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږ کوونکې ادارې یا اوچا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په خورا لوړه کچه کې ده.

«شاوخوا ۱۵،۵ میلیونه وګړي د خوړو له خورا سخت ناخوندېتوب سره مخ دي، چې په هغوی کې ۲،۷ میلیونه یې د خطر تر کچې دي.»

د اوچا په وینا، افغانستان کې د لوږې او خوارځواکی دغه وضعیت شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره مېنداوره او شېدو ورکوونکې مېرمنې اغیزمنې کړي.

دغه سازمان تردې وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۸ میلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب:ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوې

د اوچا د شمېرو پر بنسټ، په اړمنو کسانو کې ۵ میلیونه ښځې، ۱۱،۹ میلیونه یې ماشومان، او ۱،۸ میلیونه یې معلولین شامل دي.

اوچا زیاته کړې ده چې دغه هدف ته د رسېدلو له پاره اړینه ده چې مرستندویه بنسټونه د ۲۰۲۳م کال د جون او ډسمبر میاشتو ترمنځ مرسته وکړي.