1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او ایران له زندانونو ۴۰ افغانان خوشې شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبه

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت ویلي په خوشي شویو افغانانو کې زده کونکي او عالمان هم شته.

https://p.dw.com/p/4PaLV
له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل
له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدلانځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ایران د زاهدان الغدیر زندان څخه ۲۰ افغانان خوشې او د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راولېږدول شول.

«دغه افغانان د کډوالو چارو وزارت او زاهدان کې د افغانستان قونسلګرۍ په هڅو خوشې شوي دي.»

اړوند مطالب:د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بنديان آزاد شوي

خبرزیاتوي چې خوشې شوي افغانان د مرستو لپاره د کډوالۍ نړېوال سازمان یا IOM ته ورپيژندل شوي.

په خوشې شویو افغانانو کې زده کونکي، عالمان او عام خلک شامل دي.

دغه راز، دغه وزارت د پاکستان له زندانونو هم د ۱۷ افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته لېږدول شوي.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د هغه افغان ماشوم د راستنېدو خبر هم ورکړی چې په ایران کې یې د ترافیکي پېښې پرمهال خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې.

دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ماشوم د ايران هېواد د مسؤلينو له لوري د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست ته سپارل شوی.»

د نیمروز د کډوالو چارو ځايي مشر ویلي چې ماشوم یې د هغه کورنۍ نیږدې غړو او د HRDA موسسې ته سپارلی دی.