1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بنديان آزاد شوي

۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو تر ادارې لاندې کار کوي، د دغه هیواد له زندان څخه د ۳۰ افغانانو د آزادېدو خبر ورکړی. دوی د قانوني اسنادو د نه شتون له کبله زنداني شوي ول.

https://p.dw.com/p/4JC9B
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ تازه ويلي دي چې د افغانستان ۳۰ تنه اتباع د شنبې په ورځ د کراچۍ ښار له زندانونو څخه آزاد او افغانستان ته اخراج شول.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، تازه پر يو لړ ټويټونو کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعيت په اړه اندېښنه ښوولې ده. هغه وېلي دي چې د رپوټونو پر اساس د پاکستان حکومت د دغه هیواد په سیند ایالت کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي نېولي او بنديان کړي دي.

هغه د پاکستان حکومت څخه غوښتي چې افغان مهاجرو سره د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د اصولو مطابق ښه چلن ولري.

Afghanistan Flüchtlinge an der Grenze zu Pakistan
انځور: AP

کرزي همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو مدافع سازمانونو څخه هم غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د حقونو او د ژوند د ښو شرایطو د تامين له پاره هڅې وکړي.

په افغانستان کې څه باندې يو کال مخکې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران د افغان مهاجرو له تازه څپو سره مخ شوي دي.

په لسونو زره افغان مهاجر د فقر، بیکارۍ، د طالبانو څخه د ویرې او نا امنیو له کبله مختلفو هیوادونو، له هغې ډلې ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.