1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقاومت جبهه: له طالبانو مو درې ولسوالۍ نيولي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د ملي مقاومت جبهه په نوم ډلې ادعا کړېده چي په افغانستان کي يې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړيده. دغه ډله په شمال کي د درو ولسواليو د نيولو ادعا لري.

https://p.dw.com/p/4AzCj
Afghanistan, Panjshir  | Widerstand gegen die Taliban
آرشيف انځورانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي چي د پنجشېر په دره کي يې د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه پېل کړېده. د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي يادي ډلې ويلي دي چي و واک ته د طالبانو د رسېدو راهيسي د جبهې له لوري دا لومړي وسله وال حرکات دي.

د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د پر واک راتلو پر ضد وروستۍ مقاومت کوونکې ډله وه. دغې ډلې د پنجشېر له ولايت څخه دفاع کوله. په داسي حال کي چي طالبانو د اګست په نیمايي کي کابل ونيولی، پنجشير د سپتمبر په مياشت کي سقوط سو. په دې توګه د پنجشير سقوط د افغانستان د حکومت د عسکرو له تسليمۍ څخه څو اونۍ وروسته واقع سو.

د مقاومت د جبهې وياند علي نظري و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي: «د هغه وروسته چي تېره شپه احمد مسعود پر خپلو قوتونو د تعرض امر وکړ، د هغه راهيسي د پنجشير درې مهمې ولسوالۍ آزادي کړل سوي دي.»

علي نظري زياته کړېده چي د دوی وسله والو اول د يادو ولسواليو عمومي سړک، بيا باندنۍ پوستې او کلي ونيول او بيا يې په دغو ولسواليو کي د طالبانو دفترونه محاصره کړه. هغه ويلي دي: «زيات شمير طالب جنګياليو د تسليمۍ لپاره ورڅخه وخت غوښتی دی. دښمن زيات تلفات لرلي دي.»

د جبهې وياند ويلي دي چي د دغې ډلې وسله وال به په ۱۲ ولايتونو کي تعرضي عمليات پېل کړي. د هغه په وينا دغه وسله وال په ټولو دغو ولايتونو کي حضور لري، خو تمرکز به يې پر شمالي ولايتونو وي.
 

خو د طالبانو ادارې د مقاومت د جبهې ادعاوي ردي کړي وې او ويلي يې ول چي نه په پنجشېر او نه د افغانستان په نورو برخو کي کومي «نظامي پيښي» سويدي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې تړاو په ټويټر کي يو پيغام خپور کړی ؤ. هغه ويلي ول چي په رسنيو کي د اورپکو په تړاو راپورونه ناسم دي.

د سيمي يو اوسېدونکي و فرانس پرس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چي «د جګړې له کبله خلک له سيمي څخه په تېښته کي دي.»

يو بل اوسېدونکي ويلي دي چي وسله والو د طالبانو موټر ته اور اچولی دی.

يوه ځايي طالب قومندان د مقاومت د جبهې سره د نښتو پخلی کړی دی. د داد محمد په نوم دغه طالب قومندان و فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي نښته رامنځته سوې «خو موږ محاصره سوي نه يو.»

د مقاومت جبهې په تکراري توګه د طالبانو واکمني ناقانونه بللې ده.

آ./ا.ا./ن.ص.