1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«روسیه په بخموت کې د ورځې ۵۰۰ عسکر له لاسه ورکوي»

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

کیف وايي روسي ځواکونه د بخموت په جګړې کې د لوړو تلفاتو په درلودولو له ډير سخت حالت سره مخ دي. د اوکراين دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین په دغه شرقي ښارګوټي کې هره ورځ ۵۰۰ روسي عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.

https://p.dw.com/p/4OGsD
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۶مه، اوکرايني ځواکونه بخموت نژدې د جګړې پر مهال
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۶مه، اوکرايني ځواکونه بخموت نژدې د جګړې پر مهالانځور: Marko Djurica/REUTERS

د اوکراین دفاع وزیر، اولیکسي ريڅنيکوف، آلمانۍ ورځپاڼې، بيلد ام زونټاک، ته وويل چې «هره ورځ د ۵۰۰ روسي عسکرو وژل کيدل او ټپي کېدل ادامه لري.»

ريڅنیکوف زیاتوي چې مسکو له روسي عسکرو څخه صرف د «توپونو د خوراک» په څير د «غوښې ماشين په تکتیک» کې استفاده کوي، یا د هغو انسانانو په توګه چې په جګړه کې د مصرف په توګه کارول کیږی.

د آلمان خبري آژانس لیکی چې د تلفاتو د ارقامو دغه ادعا په خپلواکه توګه تائيدولی نشي. د بخموت ښارګوټۍ چې د میاشتو راهیسې په کې شدیده جګړه روانه ده او مسکو غواړي هغه په هر قیمت ونیسي، سخت ځپل شوی دی.

ورته مطلب: واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي

په دغه جګړه کې د روسېې د پوځي شرکت، واګنر، مليشې ځانګړی فعال رول لري. د واګنر مشر، یوګني پريګوژین چې ویل کيږي کريملین سره نژدې اړېکې لري، مخکې ېې د خپلو ملیشو لیکو ته د روسېې له زندانونو څخه نارینه بندیان استخدام کړي دي. رپوټونه وايي چې په جګړه کې په ځانګړې توګه د همدغو بندیانو تلفات نهایت لوړ دي.

د روسېې د بشر حقونو سازمان «Russia Behind Bars» (د پنجرو تر شا روسیه) په وروستيو کې ويلي دي چې له زندانونو څخه ۵۰زره بندیان استخدام شوي چې له دې ډلې يوازې ۱۰زره ېې تر اوسه د جګړې په لومړۍ کرښه کې موجود دي او پاتې نور ېې له مات، ټپیان او نیول شوي او یا ېې سيمې ترک کړې دي.

ورته مطلب: د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟

د اوکراین د دفاع  وزیر په خبره، «بخموت د روسېې له پاره یو سيمبوليک ځای دی» ځکه خو د نیولو له پاره ېې دا ډول سختې هڅې کوي.

خو هغه یادې آلمانۍ ورځپاڼې ته وويل چې د بخموت نيول به په دونباس سیمه کې د جګړې پر بهير هيڅ اغېز ونلري.

په خپله کیف هم تر دې مخکې بخموت د اوکراین له پاره يو لوړ اهمیت لرونکی سمبولیک ځای ښودلی دی.

ورته مطلب: پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي بيا د «بخموت سنګر» څخه خبره کړې او ويلي دي چې دغه سنګر به پرېنښودل شي. اوکراین غواړي د امکان تر حده اوږدې مودې له د خپلو سیمو د ساتلو له پاره مقاومت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بخموت د سقوط احتمال هم ارزول کیږي.

(dpa) mks/aa/

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب