1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرپاکستان

کوېټه: د بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې لږ تر لږه ۴۱ کسانو وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې حامل بس موټر ېې د یو پله له سره لاندې ولوېد او اور ېې واخیست. په شمال لويديځ کې د کښتۍ اوښتو په یوه پېښې کې بیا لس ماشومان مړه شوي.

https://p.dw.com/p/4Mpxv
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جنوري په ۲۹مه د ترافيکي پېښې ځای
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جنوري په ۲۹مه د ترافيکي پېښې ځایانځور: ismail Sasoli/AFP

د بلوچستان ايالت په ضلع لسبیله کې د پولیسو لوړ پوړي افسر، حمزه انجم د پېښې په ځای کې وويل چې «د مړو جسدونه... د نه پېژندلو وړ دي.»

د نژدې درې زره ايزدي ښځو او ماشومانو نامعلوم برخلیک

د هغه په خبره دغه پېښه د یکشنبې په ورځ سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه چې بس موټر د پله سر له کټارې سره وجنګید او لاندې ولوېد. ځېنې رپوټونه وايي چې په دغه بس کې ۴۴ او ځينې کې ويل شوي چې ۴۸ مساپر لیږدول کېدل چې درې تنه ېې ژغورل شوي دي. دغه بس شپې له خوا د بلوچیستان مرکز کوېټې او کراچۍ ښار تر منځ لار باندې سفر کاوه.

انجم وويل: «د دې وېره شته چې د بس چلوونکی به ويده شوی وو» او دا هم امکان لري چې د بس چلونکي د سفر پر دغه اوږده لار زیات سرعت درلودلی وي.

د ږوب په شيراني کي ترافيکي پيښي ۲۰ کسان ووژل

د پولیسو دغه افسر زیاته کړه: «موږ به د پېښې د رامنځ ته کېدو د دلایلو په تړاو تحقیقات تر سره کړو.» حمزه انجم وويل چې د مړو جسدونو ډير خراب شوي چې د پيژندلو له پاره به ېې له دې ان ان تيستونو څخه کار واخيستل شي.

د بلوچستان ايالت په ضلع لسبیله کې د پولیسو لوړ پوړي افسر، حمزه انجم د پېښې په ځای کې وويل چې د مړو جسدونه د نه پېژندلو وړ دي
د بلوچستان ايالت په ضلع لسبیله کې د پولیسو لوړ پوړي افسر، حمزه انجم د پېښې په ځای کې وويل چې د مړو جسدونه د نه پېژندلو وړ ديانځور: AP Photo/picture alliance

د یو بل خبر له مخې د يکشنبې په ورځ (د جنوري ۲۹مه) د پاکستان په شمالغرب کې د یوې کښتۍ د اوښتو په پېښه کې ۱۰ ماشومان مړه شوي دي. د رويټرز خبري آژانس دغه خبر د پاکستان د پولیسو له قوله ورکړی، خو جزئیات ېې نه دي ورکړي.

د لویو لارو خرابوالی، سست محافظتي اقدامات او د موټر چلوونکو بې احتياطي په پاکستان کې د ناوړه ترافيکي پېښو ستر لاملونه ګڼل کيږي.

پاکستان: په ترافیکي پیښه کې ۲۸ کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان دي

په بسونو کې معمولا له اصلي ظرفيت څخه ډير کسان ليږدول کيږي او د سفر پر مهال له محافظتي کمربندونو څخه هم استفاده نه کیږي چې د مرګ ژوبلې په ډيرېدو کې مرسته کوي. په دې معنی چې په پاکستان کې هره واحده ترافيکي پېښه معمولا تلفات اړوونکي وي.

په نومبر مياشت کې د پاکستان په جنوب کې يو ژور ګړنګ ته د یو بس د غورځيدو په پېښه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شول. په اګست کې بیا په ملتان کې یو بس موټر د تيلو له ټانکر سره وجنګيد چې ۲۰ کسان په کې مړه شول. د روغتیا نړيوال سازمان په حواله، ۲۰۱۸م کال په پاکستان کې له ۲۷۰۰۰ ډیر کسان په ترافيکي پيښو کې مړه شوي ول.

کویټې ته څیرمه ترافیکي پيښې ۱۳ کسان ووژل

(AFP)mks/akh

د پاکستان د ۲۰۲۲م کال سیلابونو په اړه له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب